ماه جبین حکیمي د طالبانو له واکمنۍ وړاندې وژل شوې 

False Security

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او رسنیو ویلي چې ګواکې د والیبال ښځينه لوبغاړې او په پخواني حکومت کې د ځانګړو امنیتي ځواکونو سرتیرې ماه جبین حکیمي په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا وژل شوې ده.

د فاکت کرېسیندو پلټنې ښيي چې هغه د طالبانو له واک څخه وړاندې وژل شوې وه.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او رسنۍ د روان زیږدیز کال د اکتوبر په ۲۰مه ادعا کړې چې ګواکې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان د والیبال ټیم له یوې ښځينه لوبغاړې څخه سر پرې کړی ده.

د ‘Abdul Raziq Achakzai’ په نوم د تویتر یوه کاروونکي لیکلي چې طالبانو د والیبال د ټیم له لوبغاړې ماه جبین حکیمي څخه سر پرې کړی دی.

تویتر/ آرشیف لېنک

دا خبر د «ایندیپندنت فارسي» له خوا هم خپور شوی دی. دا رسنۍ ویلې چې ګواکې طالبانو د ماه جبین سر پرې کړی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

د ماه جبین حکیمي پلار سرور حکیمي فاکت کرېسیندو ته ویلي چې لور یې د طالبانو له راتګ وړاندې د روان هجري کال د اسد په ۱۵مه چې د اګست له ۶مې سره برابره ده، وژل شوې وه. په دې نېټه کې طالبان په افغانستان کې واک ته نه وو رسیدلي. هغه وویل چې د طالبانو له خوا د ماه جبین وژل کېدلو ادعا ناسم ده.

نوموړي زیاته کړه: « ماه جبین حکیمي د طالبانو له راتګ وړاندې وژل شوې ده چې قاتل یې د ماه جبین د خاوند کورنۍ ده. هغې ته په دې وروستیو کې له امریکا څخه تحصیلي بورس راغلی وو خو خاوند یې د هغې له ورتګ سره مخالفت ښودلی وو»

له هغه مو وپوښتل چې ایا د طالبانو له خوا ګواښل شوي یاست چې په دې اړه رسنیو سره مالومات شریک کړئ او که نه؟ هغه په ځواب کې وویل چې نه داسې کومه خبره نشته چې د طالبانو له خوا دې ګواښل شوي وي. خو هغه وویل چې د طالبانو یې له ویرې احساس کاوه، ځکه چې ماه جبین حکیمي په تېر حکومت کې د ځانګړو امنیتي ځواکونو سره دنده درلوده.

نوموړي هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ماه جبین دې ځان وژنه کړې وي.

د ماه جبین خپلوان په فېسبوک کې د هغې مړینې په هکله د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۷مه یو پست کړی دی. په دې نېټه کې طالبان په افغانستان کې واک ته نه وو رسیدلي.

په ورته مهال د طلوع نیوز د خبر څانګې پخوانی مشر په یو تویت کې ویلي چې د طالبانو له خوا د ماه جبین د وژل کېدلو خبر ناسم دی.

په همدې حال کې د «اطلاعات روز» د ورځپاڼې مشر او خبریال ذکي دریابي هم په خپل تویت کې ویلي چې ګواکې ماه جبین حکیمي د کابل له سقوط څخه ۱۰ ورځې وړاندې ځان وژنه کړې وه. خو د ماه جبین پلار د خپلې لور د ځان وژنې ادعا ردوي او د وژلو پړه یې د خاوند په کورنۍ اچوي.

 د طالبانو ویاند ډاکتر محمد نعیم هم په یو تویت کې په عربي ژبه لیکلي چې د ماه جبین وژنه د طالبانو له راتګ وړاندې په پخوانی حکومت کې شوې ده.

یوه هندۍ خبریالې «ډیپاک. کې. پرنټ» (Deepak.K.Parent) په یو تویت کې ویلې چې هغې د آغلې ماه جبین له کورنۍ سره اړیکه ونیوله. کورنۍ یې ورته ویلي چې د ماه جبین په اړه خپاره شوي خبرونه په ټولنیزو رسنیو او یو شمېر رسنیو کې تېر اېستونکي دي. 

په ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې د ماه جبین د فاتحې مراسمو کارت لاس په لاس شوی دی. په دې کارت کې لیدل کیږي چې د نوموړې د فاتحې مراسم د زمري (اسد) د میاشتې ۲۲مه لیکل شوې ده.

له بلې خوا د ماه جبین پلار مونږ ته د هغې د جسد انځور لېږلی. په انځور کې لیدل کیږي چې د هغې سر له تنې څخه نه دی جلا شوی.

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ناسم دی چې ګواکې د والیبال ښځینه لوبغاړې او په پخوانی حکومت کې د ځانګړو امنیتي ځواکونو سرتیرې ماه جبین حکیمي د طالبانو له خوا وژل شوې ده.

د ماه جبین پلار فاکت کرېسیندو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړې ده او د هغې د خاوند کورنۍ یې د ماه جبین په وژلو  تورنه کړې ده.

Avatar

سرلیک: ماه جبین حکیمي د طالبانو له واکمنۍ وړاندې وژل شوې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *