
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د امریکا نیویارک د کلیسا یو انځور خپور کړی چې اور یې اخستی دی. دوی ادعا کړې چې ګنې دا کلیسا د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد په اړه د سپکاوي فلمونه جوړول.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۱مه لیکلي چې ګنې په نیویارک کې هغه کلیسا اور اخستی دی چې د حضرت محمد په اړه د سپکاوي فلمونه یې جوړول.
د « Sharifullah Khan Sarwari» په نوم د فېسبوک یو کاروونکی لیکلي: «تازه او د خوشحالي خبر:
په نیو یارک کې هغه کلیسا اور اخیستی چې د محمد صلی الله علیه وسلم د سپکاوي فلمونه یې جوړول.
دومره یی شېر کړئ چی ټولۀ نړۍ یی وګوري.»
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور د ګوګل او بېنګ د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا په نیویارک کې د کلیسا پخوانی انځور دی چې په ۲۰۱۹ کال کې یې اور اخستی وو خو دا کلیسا د حضرت محمد په اړه د سپکاوی کوم فلم نه دی جوړ کړی. د دې کلیسا د اور لګېدنې وېډیو د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس له خوا د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ ۳مه په یوټیوب کې خپره شوې ده.
له بلې خوا څخه زمونږ موندنې را ښيي چې دا کلیسا د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ‘صلی الله علیه وسلم’ په اړه کوم فلم نه دی جوړ کړی.
مونږ د ګوګل موندنو له لارې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد په اړه د فلمونو لېست ته لاسرسی ومونده. په دې لېست کې د هېڅ کلیسا نوم نه لیدل کیږي چې ګنې کوم فلم یې د حضرت محمد په اړه جوړ کړی وي. دا لېست د مسلم ټایمز له خوا خپور شوی دی.
تر دې وړاندې د حضرت محمد په اړه یو شمېر فلمونه جوړ شوي وو چې په بېلا بېلو هېوادونو کې د مسلمانانو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شول. د دغو فلمونو له ډلې څخه یوه یې « د مسلمانانو بې ګناهي» نومیده. داسې ویل کېده چې دا فلم د حضرت محمد سپکاوی یې کړی دی.
دا فلم په هغه وخت کې د آمریکا د لاس انجلیس د یوې کلیسا له خوا غندل شوی وو. د آمریکا غږ انګلیسي برخې په دې اړه یو راپور یې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې خپور کړی دی.
پایله
د امریکا نیویارک ښار کې هغه کلیسا چې په ۲۰۱۹ کال کې یې اور اخستی وو، د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد په اړه یې کوم فلم نه دی جوړ کړی.

سرلیک: د نیویارک هغه کلیسا چې اور اخستی وو د حضرت محمد د سپکاوي فلمونه یې نه جوړول
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Partly False