
پر ایران د امریکا-اسراییلو د جګړې په جریان کې د 2026 کال مارچ په وروستۍ نېټه د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو ډانلډ ټرمپ ته منسوب یوه ویډیو له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې ټرمپ د تازه لاریونونو له وېرې سپینه ماڼۍ کې وینا پرېښوده او لاړ. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او وایرل شوې ویډیو اصلاً د 2020 کال ده.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې لیکلي دي: «تازه: ټرمپ د سپینې ماڼۍ پر وړاندې د لویو مظاهرو پر مهال د خبری غونډې ځای پریښود…».


Archive | + | Facebook Post
Archive | + | Facebook Post
Archive | + | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. خپره شوې ویډیو چې پکې ښکاري، ډانلډ ټرمپ خبري وینا پریږدي اوسنۍ نده، بلکې دا پېښه د 2020 کال اګسټ کې شوې وه.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپروو شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.
د NBC News خبري چینل رسمي ایکس اکونټ څخه همدا ویډیو د 2020 کال اګسټ کې پوسټ شوې ده او ورسره لیکل شوي دي: ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ له غونډې څخه وروسته له هغه چې د یوه چارواکي له خوا یې یو ډول بیړني تازه معلومات ترلاسه کړل، ناڅاپه ووت.
د MS NOW رسمي ایکس اکونټ څخه عین پوسټ شوی دی، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.
د دې تر څنګ د Bloomberg News یوټیوب چینل هم دغه ویډیو سره د 2020 کال اګسټ کې لیکلي دي: ټرمپ د سپینې ماڼۍ د خبرو اترو له خونې څخه د نږدې ډزو وروسته د خپل پرسونل لخوا ووېستل شو.
ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپره شوې ویډیو چې پکې ښکاري، ډانلډ ټرمپ خبري وینا پریږدي اوسنۍ نده، بلکې دا پېښه د 2020 کال اګسټ کې شوې وه.
د ډانلډ ټرمپ پخوانۍ ویډیو له ناسمې ادعا سره خپره شوې ده. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

