د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه: پخواني انځورونه له ناسمو ادعا ګانو سره، خو اصلي حقیقت څه دی؟

ادعا روسیې د پنجشنبې په ورځ پر اوکراین د بشپړ پوځي اقدام اعلان وکړ. د روسیې او اوکراین جګړه یوه روانه وسله واله جګړه ده چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شوه. پر اوکراین د روسیې د روانې جګړې په تړاو یو شمېر ناسم خبرونه او ادعا ګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې […]

Continue Reading

ایا لطف الله کامران د طالبانو له بنده تر خوشې کېدو وروسته بېرته امنیه قوماندان ټاکل شوی؟

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو په تېر حکومت کې د لغمان امنیه قوماندانۍ انځور په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې نوموړی د طالبانو له خوا د پکتیکا امنیه قوماندان ټاکل شوی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې د نوموړي انځور فوټوشاپ شوی او نوموړی د طالبانو پر مهال د امنیه قوماندان نه دی […]

Continue Reading

له اشرف غني سره د امیرخان متقي د لیدنې انځور جعلي دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه جعلي انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور جعلي دی او دوی له یو بل سره په دې وروستیو کې نه […]

Continue Reading

کابل ته د امریکایي سرتېرو بېرته راتګ که د ناټو له خوا د اوکراین کړکېچ لپاره لېږل شوي پوځیان؟

له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبان د واکمنۍ له پیلېدو راهیسې دا هېواد له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. په دې وروستیو کې د امریکا او روسیې تر منځ هم د اوکراین پر سر ناندرۍ روانې دي.  پر اوکراین باندې د روسیې احتمالي برید په غبرګون کې د […]

Continue Reading

آیا په رښتیا هم اشرف غني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کابل ته راغلی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو او جعلي انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راغلی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه جعلي او پخواني دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي […]

Continue Reading

ایا زابلی ماشوم حیدر ژغورل شوی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د نا اړوندو انځورونو په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې زابلی ماشوم حیدر چې څاه ته غورځېدلی وو، ژغورل شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه د حیدر پورې تړاو نه لري او نوموړی له څاه څخه تر ویستل کېدو وروسته مړی شوی دی. ادعا د ټولنیزو […]

Continue Reading

د یوه بل ماشوم انځور د زابلی ماشوم حیدر په توګه خپور شوی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یو بل ماشوم انځور یې د حیدر په توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی. حیدر هغه ۵ کلن ماشوم وو چې په زابل کې څاه ته غورځېدلی وو چې له ایستلو څخه وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور […]

Continue Reading

په هند کې د حجاب ناندرۍ: له خپلوانو سره د مسکان خان عکس له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی

په دې وروستیو کې د هند د حجاب والا نجلۍ مسکان خان انځور له یوه بوډا سړی سره خپور شوی چې ادعا کوي ګواکې د نوموړې پلار دی. په ادعا کې همدا راز راغلي چې نوموړې ته د هند د علماوو د ټولنې د مشر له خوا پنځه لکه هندي کلدارې جایزه هم ورکړل شوې […]

Continue Reading

د پاکستان په کویټه کې د برید ادعا، خو حقیقت څه دی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په کویټه کې د بم چاودنې پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې په دې وروستیو کې د پاکستان په کویټه ښار کې د سرینا پر هوټل باندې برید شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا تصویرونه پخواني دي او په کویټه کې د برید پورې اړه […]

Continue Reading

د اشرف غني او طالبانو تر منځ د هوکړې ادعا، خو رښتیا څه ده؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له «العربیه» تلویزیون سره د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د مرکې یوه پخوانۍ وېډیو بیاځلې خپره کړې ده. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلی غني له طالبانو سره هوکړې ته رسیدلی دی او ژر به هېواد ته ورشي. زمونږ موندنې ښيي چې دا مرکه پخوانۍ ده او […]

Continue Reading