په کندهار کې د ښوونځي یو ښوونکی د لوږې له امله نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه سپین ږیري عکس په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې په کندهار کې یو ښوونکی د لوږې له امله مړ شوی دی. خو د هغه زوی په یوه وېډیو کې دا ادعا رد کړې او ویلي چې پلار یې د پښتورګو ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.  […]

Continue Reading

ایا د افغانستان صادرات یوازې په دوو ورځو کې تر یو ملیارد ډالرو اوښتی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیز له قوله ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان د صادراتو کچه یوازې په دوو ورځو کې له یوه ملیارد ډالرو څخه اوښتی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې د صادراتو کچه په دوو ورځو کې تر دې اندازې پورې نه […]

Continue Reading

د هغه سړی انځور چې د ځان وژنې هڅه یې کړې وه داسې خپور شوی چې ګواکې طالبان یو هزاره کس اعداموي

د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط راهیسې د طالبانو د ظلم او شکنجې یو شمېر وېډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.  په دې لړ کې یو شمېر ناسم خبرونه هم په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي. په دې وروستیو کې یو انځور خپور شوی چې ادعا شوې ګواکې […]

Continue Reading

داعش ته اړوند دا کس په دې وروستیو کې نه دی نیول شوی

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ځوان عکس خپور شوی دی او ادعا شوې چې ګواکې داعش ته اړوند دا کس په دې وروستیو کې په جلال آباد کې نیول شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا کس په جلال آباد کې پخوا نیول شوی وو او دا پېښه په دې وروستیو کې نه ده […]

Continue Reading

دا چورلکه د افغانستان په نیمروز ولایت کې نه ده را غورځېدلې

په ټولنیزو رسنیو کې د چورلکې یو انځور خپور شوی چې ادعا شوې ګواکې په کمال خان بند کې را غورځېدلې چې له امله یې پیلوټ هم وژل شوی دی. تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ: Facebook  Archive په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي: «پرون ورځ نیمروز کې د پوځې طبیقاتو ترسره کولو کې […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د پاکستان په وزیرستان کې ځانمرګی برید نه دی شوی

په ټولنيزو رسنیو کې د فېسبوک يو پوسټ خپور شوی چې ادعا یې کړې ګواکې د پاکستان په وزيرستان سيمه کې يوه ځانمرګي بريد څلور پاکستاني پوليس وژلي دي. تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ: Facebook  Archive په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي:  « ځانمرګی برید ۵ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې». راځئ […]

Continue Reading

پر پخوانی ولسمشر حامد کرزی باندې د بم چاودنه نه ده شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د موټر انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلي کرزي باندې د بم برید شوی دی او ګواکې هغه ټپي دی. زمونږ موندنې ښيي چې په دې وروستیو کې پر حامد کرزي باندې کوم برید نه دی شوی او د […]

Continue Reading

ایا امریکا افغانستان ته بیاځلې خپل سرتیري لیږي؟

 د فېسبوک په یوه پوسټ کې ادعا شوې چې ګواکې افغانستان ته د ۲ زره امریکایي سرتیرو د راتګ تړون لاسلیک شوی دی. دا فېسبوک پوسټ څو ځله شریک شوی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې داسې کوم تړون نه دی لاسلیک شوی او نه هم امریکا پرېکړه کړې تر څو افغانستان ته سرتیري ولیږي.  […]

Continue Reading

ایا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ موټر په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا پر ماین الوزول شوی دی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پوځ اړوند د موټر یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې دا موټر د پاکستان تحریک طالبانو له خوا په شمالي وزیرستان کې په بم الوزول شوی او ټول پوځیان یې وژل شوي دي. زمونږ موندنې ښيي چې د پوځ اړوند د موټر دا […]

Continue Reading

راشد خان له افغانستان بانک سره د ۲ سوه زره ډالرو د مرستې خبره نه ده کړې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کرېکټ ستوری راشد خان د مرکې یو انځور خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګواکې نوموړي د امریکا غږ تلویزیون سره په یوه مرکه کې د افغانستان بانک سره د ۲ لکه ډالرو د مرستې خبره کړې ده تر څو د افغانۍ ارزښت د ډالرو پر وړاندې لوړ […]

Continue Reading

مولانا فضل الرحمان نه دی وژل شوی

ادعا په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو پوسټ شریک شوی چې ادعا یې کړې ګواکې د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان د نامالومو وسله والو لخوا وژل شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا عکس پخوانی دی او د نوموړي د مرګ خبر حقیقت نه لري.  تاسو کولی شئ […]

Continue Reading

شیر محمد عباس ستانکزی د تېر نظام چارواکو سره د ګډ حکومت د جوړولو خبره نه ده کړې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له قوله ادعا کړې چې ګواکې هغه ویلي پخواني چارواکي دې وطن ته راشي تر څو ګډه اداره او ټول شموله حکومت جوړ کړو. زمونږ پلټنې ښيي چې هغه یوازې د تېر نظام چارواکو باندې غږ کړی […]

Continue Reading

د یوه امریکایي ډالر بیه ۸۲ افغانۍ ته نه ده را ښکته شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې د یوه امریکایي ډالرو بیه په دې وروستیو کې ۸۲ افغانۍ ته را ښکته شوې ده. زمونږ د موندنو پر اساس، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې له ټېټېدو څخه وروسته د یوه ډالر بیه تر ۸۲ افغانۍ پورې نه ده را ښکته شوې.  […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د کشمیر پر پوله د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته نه ده شوې

پر فیسبوک باندې یوه پوسټ کې ادعا شوې چې د کشمیر پر پوله د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې ده. له دې ادعا سره یو ځای ځیني عکسونه هم شریک شوي دي. زمونږ موندنې ښيي چې په دې وروستیو کې د پاکستان او هندي ځواکونو تر منځ کومه نښته نه ده را […]

Continue Reading

اشرف غني په دې وروستیو کې په قطر کې له طالبانو او امریکايي پلاوي سره نه دي لیدلي

د اشرف غني یو پخواني عکس د تازه عکس په توګه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوی دی چې ادعا کوي هغه د طالبانو او امریکا په غونډه کې د قطر پلازمینې دوحې ته بلل شوی او ولس ته به وینا وکړي. په فېسبوک کې له درېیو عکسونو سره یو پوسټ خپور شوی چې […]

Continue Reading

ډاکټر عبدالله د طالبانو له خوا نه دی نیول شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د سولې عالي شورا پخوانی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو له خوا نیول شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا ادعا ناسم ده او ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې په خپل کور کې شتون لري. همدا راز هغه په دې وروستیو کې خپل […]

Continue Reading

ایا د امریکا د پوځ دا الوتکه په پاکستان کې سقوط کړی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د الوتکې د سقوط یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې ګواکې دا چې په پاکستان کې غورځېدلې ده. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او دا پېښه شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې په امریکا کې شوې وه.  ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د […]

Continue Reading

ممثله او د تلویزیوني خپرونو وړاندې کوونکې نجیبه فیض ژوندۍ ده

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ممثلې او د تلویزیون د تفریحي خپرونو وړاندې کوونکې نجیبې فیض یو فوتوشاپ شوی انځور خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګواکې هغه مړه شوې ده.  خو هغه په ټولنیزو پاڼو کې فعال پسټونه کوي او د مرګ خبر یې ناسم دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر […]

Continue Reading

دا جامې د اسلام پیغمبر حضرت محمد پورې اړه نه لري

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د اسلام ستر پیغمبر د لور حضرت فاطمه د جامو انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې ګواکې دا جامې د حضرت محمد (ص) پورې اړه لري. زمونږ موندنې ښيي چې دا د حضرت محمد د لور فاطمې د جامو انځور دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د جامو […]

Continue Reading

دا عکس د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني پورې تړاو نه لري

په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني فوتوشاپ شوی عکس خپور شوی دی. له عکس سره یو ځای ادعا شوې چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د یوه عادي کس په توګه د قطر په هېواد کې ګرځي.  زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د محمد اشرف غني پورې اړه نه […]

Continue Reading

دا الوتکه په دې وروستیو کې په پنجشیر کې نه ده را غورځېدلې

د اېم ای-۱۷ (Mi 17) ډوله الوتکې یو پخوانی انځور په ټولنیزو رسنیو کې بیاځلې خپور شوی او ادعا شوې ګواکې د افغانستان د پنجشیر په ولایت کې غورځېدلې ده.  زمونږ موندنې ښيي چې دا الوتکه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې را غورځېدلې وه او د پنجشیر ولایت پورې تړاو نه لري. په فېسبوک پسټ […]

Continue Reading