
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي، چې یو زوړ سړی پکې د پېغلې یا کم عمر نجلۍ سره د واده مراسم ترسره کوي. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو دغه ویډیو سره بېلا بېل داسې کلمات لیکلي، چې ګني دا کېسه رېښتیا ده او په ویډیو کې دغه زوړ سړي د پیسو په زور له یوې پېغلې نجلۍ سره واده کړی.
خو دا چې د دې ویډیو تر شاه اصلي کېسه څه ده، د فکت کریسنډو دغه کتنه درسره ولولئ!
تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو څو پوسټونه د بېلګو په توګه وګورئ: د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو دغه ویډیو کلیپ سره لیکلي «واده که جنسي تیری؟ دلته د دیارلس، څوارلس او پنځه لس کلنې نجلۍ سره نکاح او واده کول ظلم دی».

رېښتیا څه دي؟
دغه ویډیو رېښتیا نده، بلکې د «سیاه بخت- درامه جدید هزارگی» سریال درېیم اپیسوډ یا برخې یوه تمثیلي پرچه ده.
باید یاده شي، چې د دې ډرامې موخه د ځینو بدو افغاني دودونو او کلتورونو تمثیل دی، تر څو له دې لارې په ټولنه کې سمون رامنځته شي.
موږ ولې وایو، چې دا ویډیو کلیپ اصلاً د ډرامي یوه تمثیلي پرچه ده؟
موږ د وایرل شوي ویدیو کلیپ بېلا بېلو برخو سکرین شاټونه واخیستل او پر ټولو مو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې بلاخره موږ د یادې ډرامې یا سریال اصلي ایپیسوډونه پیدا کړل او مالومه شوه، چې دغه ویډیو اصلاً د «سیاه بخت- درامه جدید هزارگی» ډرامې یوه برخه ده.
د (Wogale Series) په نوم یوټیوب چینل د دې ډرامې ټول ایپیسوډونه خپاره کړي او تاسې د دې ډرامې ټولې برخې د همدې یوټیوب چینل له لارې مشاده کولی شئ.

هغه ویډیو کلیپ، چې په ټولنیزو رسنیو کې زیات وایرل شوی په درېیمه برخه (Sia Bakht Epi 3) کې یې په (۳۹مه دقیقه) کې کتلی شئ:

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، دغه ویډیو رېښتیا نده، بلکې د «سیاه بخت- درامه جدید هزارگی» سریال درېیم اپیسوډ یا برخې یوه تمثیلي پرچه ده.

د پېغلې نجلۍ سره د زاړه سړي د واده وایرل شوې ویډیو رېښتیا نده، بلکې د ډرامې یوه تمثیلي پرچه ده. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False