
په ټولنییزو رسنیو کې د فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د ۲۰۱۸ اکال یو پخوانی انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکی دا هغه مسافر دي، کوم چې تازه د ۲۰۲۵ کال همدې جولای میاشت کې د قطر په منځګړیتوب د افغانستان واکمن حکومت سره تر خبرو وروسته ۸۱ مجرم افغان کډوال کابل ته را ولیږل.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ:

رېښتیا څه دي؟
که څه هم دا خبر درست دی، چې تازه د ۲۰۲۵ کال همدې جولای میاشت کې له جرمني څخه ۸۱ افغان کډوال کابل ته را ولیږل شول؛ خو هغه انځور چې یاد شمېر فیسبوک کاروونکو اوسني خبر سره خپور کړی، غولوونکی او بې تړاوه دی.
وایرل شوی انځور اصلاً په ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې انادولو دولتي اژانس د هغو افغان کډوالو د خبر سره خپور کړی، چې هغه مهال له ترکیې څخه افغانستان ته ډیپورټ کېدل.
موږ ولې وایو، چې وایرل شوی انځور پخوانی او بې تړاوه دی؟
موږ لومړی د خپور شوي انځور په اړه دقیقه لټه وکړه، او تر څنګ مو په همدې انځور د ګوګل ایمیج لټون پروسه پلی کړه، چې موږ د انځور اصلي منبع پیدا کړه او ثابته شوه، چې انځور پخوانی او له جرمني څخه افغانستان ته د ۸۱ افغان کډوالو راستنېدو موضوع سره هیڅ تړاو نلري.
دا انځور په ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې انادولو دولتي اژانس لخوا په یوه خبر کې نشر شوی. د دې خبر عنوان دی: د شنبې او یکشنبې په ورځو کې ۴۵۴ نور افغان کډوال چې د ارزورم په اسکال ډیپورټیشن مرکز کې توقیف شوي وو، خپل هیواد ته واستول شول.
او د انځور په کپشن کې بیا لیکل شوي دي: شاوخوا ۳۲۴ افغان کډوال چې په غیرقانوني ډول ترکیې ته ننوتي وو، د ارزروم ولایتي مهاجرت ریاست ته وسپارل شول. (ارزورم ګوچ – انادولو اژانس)

د ترکیې انادولو دولتي اژانس فارسي څانګې هم د ۲۰۱۸ کال پر مهال د افغان کډوالو بیرته ستنولو په اړه خبر کې لیکلي: (ترکیه گروه دیگری از مهاجران غیرقانونی افغان را به کشورشان بازگرداند).

که تاسې غواړئ، د هغه ۸۱ افغان کډوالو په اړه بشپړ خبر ولولئ، چې د ۲۰۲۵ کال همدې جولای میاشت کې افغانستان ته راستانه شوي دي، د طلوع نیوز په دې (خبر) کې یې جزیات لوستلی شئ:
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې وایرل شوی انځور اصلاً په ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې انادولو دولتي اژانس د هغو افغان کډوالو د خبر سره خپور کړی، چې هغه مهال له ترکیې څخه افغانستان ته ډیپورټ کېدل.

له جرمني څخه د ۸۱ راستنو شویو افغان کډوالو په نوم وایرل شوی انځور پخوانی او بې تړاوه دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading