ویډیو د «No Kings» تر شعار لاندې لاریون نه، بلکې د کډوالۍ په تړاو لاریون ښیي. 

International Missing Context

پر ایران د امریکا-اسراییلو د جګړې په جریان کې، چې دغه جګړه اوس دوهمې میاشتې ته وغځېده، د 2026 کال مارچ په 29مه نېټه د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دغه ویډیو د ټرمپ پر وړاندې د «No Kings» تر شعار لاندې او پر ایران د امریکا—اسراییلو جګړې پیل سره د مخالفت ښودلو له امله تازه لاریونونه دي. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او وایرل شوې ویډیو د «No Kings» تر شعار لاندې لاریونونه نده، بلکې د تېرې جنوري میاشتې ده. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې له یوې ویډ‌یو سره لیکلي دي: «سلګونه زره امریکایانو د ډانالډ ټرمپ پر وړاندې د «No Kings» تر شعار لاندې لاریونونه پیل کړي دي.»

Archive | + | Facebook Post

Archive | + | Facebook Post

Archive | + | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده. خپره شوې ویډیو چې پکې ښکاري ګڼ شمېر خلک لاریون ته راوتلي دي، د «No Kings» تر شعار لاندې د (مارچ میاشتې) لاریونونو نده، بلکې د تېرې جنوري میاشتې د کډوالۍ ادارې د کړنو پر ضد لاریونونو ده. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د خپرې شوې ویډیو په څو منظم سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.

د 2026 کال جنوري په 24مه ed.nl په خپل ویبسایټ د همدې لاریونونو په اړه راپور سره ویډیو خپره کړې، ورسره یې لیکلي دي: یو ډرون کمرط د جمعې په ورځ د امریکا Minneapolis ښار کې د کډوالۍ ادارې د کړنو پر ضد د یو لوی لاریون صحنې ریکارډ کړي دي. په داسې حال کې چې د ټرمپ پر وړاندې د (No King) تر شعار لاندې لاریونونه په جنوري کې نه، بلکې په مارچ کې ترسره شوي دي. 

ارشیف

همدا راز ad.nl خبري ویبسایټ هم په عین نېټه د دغه لاریون په اړه راپور کې ورته تفصیل ورکړی، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ. 

ارشیف

موږ د دې تر څنګ د ټرمپ پر وړاندې د (No King) تر شعار لاندې لاریونونه په دقت سره وپلټل او هلته موږ ولوستل، چې دغه لاریونونه اصلاً په جنوري کې نه، بلکې په مارچ کې ترسره شوي دي، په داسې حال کې چې وایرل شوې ویډیو د جنوري میاشتې ده.

ارشیف

دا چې په یادو ادعاوو کې یوه اشاره د ایران جګړې ته هم شوې ده. د بېلګې په توګه ځینو د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لیکلي، چې لاریون کوونکو پر ایران د امریکا-اسراییلو د جګړې پیل مخالفت کړی دی. زموږ څېړنو وښودله، چې پر ایران د امریکا-اسراییلو جګړه اصلاً د 2026 کال فبروري په 28مه پیل شوه، په داسې حال کې چې وایرل شوې ویډیو د جنوري میاشتې ده. تاسې په لاندې توګه د بي بي سي راپور کتلی او لوستلی شئ.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپره شوې ویډیو چې پکې ښکاري ګڼ شمېر خلک لاریون ته راوتلي دي، د «No Kings» تر شعار لاندې د (مارچ میاشتې) لاریونونو نده، بلکې د تېرې جنوري میاشتې د کډوالۍ ادارې د کړنو پر ضد لاریونونو ده.

Avatar

ویډیو د «No Kings» تر شعار لاندې لاریون نه، بلکې د کډوالۍ په تړاو لاریون ښیي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Missing Context

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *