
په ټولنییزو رسنیو کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښکاري د ښار په یوه څنډه کې د ښاروالۍ موټر پر سړکونو اوبه پاشي، تر څو پاک وساتل شي. د فیسبوک یادو کاروونکو دې ویډیو سره ادعا کړې، چې ګني دا کابل دی، په داسې حال کې، چې دغه ځای کابل کې نه، بلکې د قزاقستان په اکتوبه ښار کې دی.
د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی د دې ویډیو پر سکرین لیکي: «کابل وطن مې».

رېښتیا څه دي؟
د دې ویډیو په اړه د ټولنیزو رسنیو دا ادعا چې ګواکې دا کابل دی، دروغ ده. ځکه چې دا ویډیو د افغانستان کابل ښار نده، بلکې دا د قزاقستان اکتوبه ښار یوه برخه ده.
موږ ولې وایو، چې دا ویډیو د کابل نده؟
موږ د دې ویډیو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج کې وپلټل او هلته مو د دې ځای لوکیشن او نورې ویډیو ګانې پیدا کړې، چې ښیي دا ځای په کابل کې نه، بلکې قزاقستان کې دی.
د اکتوبه ښار اړوند انسټګرام صفحې (in.akobe) همدا ویډیو خپره کړې او تاسې په لاندې توګه کتلی شئ.
همدا راز موږ د batys_2_04 په نوم انسټګرام صفحه کې د همدې ځای انځور پیدا کړ، چې هلته په انځور کلیک کولو سره د اکتوبه لوکیشن نښه راځي او تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ. دا په دې مانا چې دغه سیمه د قزاقستان په اکتوبه پورې اړوند ده.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دا ویډیو د افغانستان کابل ښار نده، بلکې دا د قزاقستان اکتوبه ښار یوه برخه ده.

ویډیو کې دغه ځای کابل نه، بلکې قزاقستان اکتوبه ښار دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False