
د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې په ۱۲مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو څو انځورونه په یو فریم کې له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې دا په کندهار ولایت کې د پاکستاني الوتکو بمبارد او د تازه جګړې حال دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې یاد انځورونه یې ځیني پخواني او ځیني یې بې تړاوه دي.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو یو پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره لیکلي: «همدا اوس کندهار کې پاکستاني ډرون بمبارد وکړ، جګړه روانه ده او ډرون هم ګرځي…».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره وایرل شوی انځور، چې د درې انځورونه ګډه ټولګه ده، پخواني او بې تړاوه دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور، چې د درې انځورونو یوه ټولګه ده، له شوې ادعا سره هیڅ سمون نه خوري.
موږ هر یو انځور په لاندې توګه په نورو ادرسونو کې د شوې ادعا خلاف پیدا کړ، چې تاسې کولی شئ، مشاهده یې وکړئ.

لومړی انځور:
د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیون ویبپاڼې لومړی انځور د زلزلې له یو راپور سره خپور کړی دی، چې تاسې په لاندې توګه کتلی شئ:

د دې تر څنګ لومړی انځور هشت صبح ورځپاڼې هم د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې له یو خبر سره خپور کړی دی.

دوهم انځور:
دوهم انځور هم موږ په thebalochistanpost ویبپاڼه کې پیدا کړل، چې د ۲۰۲۵ کال می میاشت کې یې خپور کړی او په عنوان کې یې ورسره لیکلي دي: د بلوچ لبریشن آرمی (BLA) د سوراب ښار کنټرول ادعا کوي.

درېیم انځور:
درېیم انځور، چې د جګړې له امله اور لګېدنه پکې ښکاري، تېرې اکتوبر میاشت کې رسنیو د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د جګړې له خبرونو سره خپور کړی، خو دا په داسې حال کې ده، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بیا ادعا په روانه نومبر میاشت کې کړې ده.
امو ټلوېزیون همدا انځور د تېرې اکتوبر میاشتې په ۱۲مه یو راپور سره خپور کړی او په عنوان کې یې ورسره لیکلي: پاکستان ادعا کوي چې ۲۰۰ طالبان او د هغوی متحد جنګیالي د سرحدي نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د South Asia Index رسمي ایکس پاڼې هم په عین تاریخ د همدې صحنې ویډیو خپره کړې، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.
ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره وایرل شوی انځور، چې د درې انځورونه ګډه ټولګه ده، پخواني او بې تړاوه دي.
کندهار کې د پاکستاني ډرون الوتکو بمبارد له ادعا سره بې تړاوه انځورونه خپاره شوي دي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

