
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان تحریک طالبان یا ‘TTP’ په پاکستان کې بېلا بېل بریدونه کړي دي چې له امله یې د پاکستان د پوځ ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. دوی همدا راز ادعا کړې چې ګواکې د امریکا ولسمشر جوبایډن د پاکستاني طالبانو دا کار ستایلی دی.
زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په وروستیو بریدونو کې د پاکستان د پوځ ۱۱ کسان نه دي مړه شوي.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان تحریک طالبان په تېرو څلوروېشت ساعتونو کې په پاکستان کې یو شمېر بریدونه کړي دي.
د ‘Sami Sarjang’ په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۹مه لیکلې: «په تیرو 24ساعتونو کي بلوڅ م ج ه دینو TTPد پاکستان په بیلابیلو برخو کي 9ډلیز او غیری ډلیز بریدونه کړي چي ټول ټال په کي د پاکستان 11پوځیان د ملیشی په ګډون وژل شوي او 17نورزخمیان شوی
بل خوا د بلوڅ TTP یو سرتیری شهید شوي او 2نور زخمیان دی. جوبایډ ن طالب چارواکی وستایل».

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي.
لومړی انځور:
لومړی انځور په پاکستان کې د هغه ځانمرګي برید پورې اړه لري چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې را منځ ته شوی وو.

دوهم انځور:
دوهم انځور هم پخوانی دی چې په لاهور کې د یوه ځانمرګي برید پورې تړاو لري. دا برید شاوخوا ۷ کاله وړاندې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د فبرورۍ په میاشت کې را منځ ته شوی وو.

مونږ په دې اړه په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. په پایله کې مو یو راپور ته لاسرسی ومونده. په راپور کې د پاکستان د تحریک طالبان له خوا د پاکستان پر پولیسو د حملې خبره شوې ده خو ویل شوي چې په دې برید کې د پاکستان د پولیس درې سرتیري وژل شوي دي. په راپور کې همدا راز ویل شوي دي چې درې برید ګر هم وژل شوي دي.
دا بېلا بېل بریدونه د پاکستان په اسلام آباد او خیبر پښتونخوا کې را منځ ته شوي دي.
له بلې خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن د پاکستان تحریک طالبان یې نه دي ستایلي.
پایله
له پورتنیو پلټنو څخه څرګنده شوه چې د پاکستان تحریک طالبان په دې وروستیو کې ۱۱ پاکستاني پولیس ته مرګ ژوبله نه ده اړولی. دا انځورونه پخواني دي. له بلې خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په دې وروستیو کې د پاکستان تحریک طالبانو په تړاو کومه څرګندونه نه ده کړې.
په پاکستان کې د تحریک طالبان له خوا پر پاکستاني پولیسو د برید راپور ورکړل شوی دی خو هغه څه چې په فېسبوک پسټ کې ادعا شوې، ناسم دی.

سرلیک: دا انځورونه په پاکستان کې د کوم وروستي برید پورې تړاو نه لري
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Partly False