
سپينه ماڼۍ کې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي سره د ولسمشر ډانالډ ټرمپ او د هغه د مرستيال جي ډي ونس وروستۍ ناندریزه لېدنه د رسنیو سرټکی ګرځېدلی دی.
ښاغلي زيلنسکي چې د روسيې – اوکراین روان کړکېچ په اړه یې د امريکا د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه امريکا ته سفر کړی و، د فبروري په ۲۸مه د جمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ له تُند چلند سره مخ شو او د دواړه ترمنځ یو ډول ترخې خبرې تبادله شوې.
دا چې د ټرمپ او زیلنسکي ترمنځ کومې ناندریزه خبرې تبادله شوې او د ټرمپ له لوري د اوکراین پر ولسمشر زیلیسکي سختو نېوکو او له ناندریو ډکې لېدنې ته د اروپایي هېوادونو او نورې نړۍ غبرګون څه دی؟ د فکټ کریسنډو په دغه کتنه (ایکسپلینر) کې یې ولولئ!
په دې شننه کې موږ د ډانلډ ترمپ او زیلنسکي په شمول د نړۍ د زیاتو نورو ولسمشرانو وروستۍ څرګندونې راخیستي دي.
سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زیلنسکي ترمنځ د لفظي ناندریو ځیني مهم ټکي کوم وه؟

(Image: AFP via Getty Images)
د امريکا د ولسمشر په دفتر کې د ډانلډ ټرمپ، د ټرمپ د مرستیال جي دي ونس او د زیلنسکي ترمنځ لېدنه کې په عمومي ډول د روسيې پر وړاندې د ولادیمیر زیلنسکي جګړه باندې نېوکې وشوې او زیلنسکي یې تورن کړ، چې ګواکې درېمې نړۍ والې جګړې ته لمن وهي.
د رسنيو پر وړاندې په یوه رسمي ناسته کې، دا ډول تُندې او پرېکنده خبرې او ځوابونه د امريکا په تاريخ کې کمساري بلل شوي دي.
د دې ناندریزې لېدنې پر مهال د ټرمپ مرستيال جي ډي ونس ولسمشر زيلنسکي ټرمپ ته په بې احترامۍ تورن کړ او ورته يې وويل: «… ته ځان ډېر کلک سړی ګڼې، خو په دې پوه شه چې تاسو په ستونزه کې یاست … .»
په همدې مکالمه کې د ښاغلي زیلنسکي ځواب داسې وو: « د جګړې پر مهال هر څوک ستونزې لري، ان تاسې (امریکا هم)، خو ستاسې ترمنځ یو ښه سمندر پروپ دی اوس یې نه احساسوئ او راتلونکي کې به یې احساس کړئ. خدای دې خیر کړي…».
خو ښاغلي ټرمپ زیلنسکي ته ور غبرګه کړه: «موږ ته يې مه راښيه، چې څه به کيږي. دا په یاد ساته چې ته په داسې موقف کې نه یې، چې موږ به څه احساس کړو، ته په ښه دریځ کې نه یې، تاسې سره د لوبې کارتونه خلاص شوي دي، تاسې د میلیونونو انسانانو په ژوند قیمار وهئ او تاسې د درېمې نړۍ والې جګړې قیمار وهئ، ته ډېر بې ادبه يې. ته خپل ملک تباه کوې، ته يې کله هم نشي ګټلی… .»
مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د خبرو په منځ کې زیلنسکي ته وایي: «تاسې تر اوسه ولسمشر څخه یو ځل هم مننه کړې؟ … دا ناندرۍ او خبرې ادامه پیدا کوي او زیلنسکي وایي هو موږ ډېر وار مننه کړې.
زیلنسکي جي ډي وینس ته وایي، تاسې فکر کوئ چې که په لوړ غږ خبرې وکړئ نو تاسې …
چې په عین وخت ټرمپ د هغه خبرې قطع کوي او ورته وایي دی (جي ډي وینس) په لوړ غږ نه غږیږي، په جګ غږ نه غږیږي …
د دوی دا خبرې تر ډېره پورې ناندریزې ګڼل شوي.
پښتو بي بي سي د دوی ځیني ناندرۍ راخیستي او په پښتو یې ترجمه کړي چې تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ.
د ټرمپ – زیلنسکي ناندریو ته غبرګونونه:
خپله ښاغلي ترمپ له دې ناستې وروسته په ایکس پاڼه لیکلي:
«نن موږ په سپینه ماڼۍ کې یو مانا لرونکی مجلس درلودلو. په داسې ډېرو څه پوه شو او زده مو کړل، چې له داسې سختو او ګرمو خبرو پرته نه شول کېدای. … ما ته اندازه وشوه، چې زیلنسکي یوې داسې سولې ته چمتو ندی، چې امریکا پکې دخیله وي … هغه (زیلینسکي بیا هم راتللی شي هر کله چې سولې ته چمتو وو».
ایلن ماسک، چې د ټرمپ په حکومت کې اوس د حکومت د تولیداتو د دفتر مشر ټاکل شوی او د نړۍ تر ټولو شتمن کس ګڼل کیږي، د ډانلډ ټرمپ او زیلنسکي د وروستۍ ناستې په اړه یې په خپل ایکس پاڼې لیکلي: وخت دی چې معلومه شي چې اوکراین ته لیږل شوي سلګونه ملیارد ډالر په ریښتیا سره څه شوي …
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلسنکي بیا له دې ناندریز مجلس وروسته په خپل ایکس پاڼه لیکلي، له امریکا څخه مننه، ستاسو د ملاتړ لپاره مننه، د دې لیدنې لپاره مننه. د امریکا د ولمسشر ډانلډ ټرمپ څخه مننه، کانګرس، او د امریکا خلکو څخه مننه. اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري، او موږ په سمه توګه د دې لپاره کار کوو.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو همدې ناندریز مجلس ته په اشارې لیکلي: روسیې په غیر عادلانه ډول پر اوکراین یرغل وکړ. له دریو کلونو راهیسې، اوکرایني وګړي په زړورتیا سره جنګیدلي دي. د ډیموکراسۍ، آزادۍ او حاکمیت لپاره د دوی مبارزه هغه مبارزه ده چې زموږ ټولو لپاره مهمه ده. کاناډا به د عادلانه او تلپاتې سولې په ترلاسه کولو کې د اوکراین او اوکراینیانو سره ولاړ وي.
د هسپانیې صدراعظم پیډرو سانچیز په X لیکلي: “اوکراینه، هسپانیه تاسو سره ولاړه ده.”
د چک ولسمشر پیټر پاول په خپل ایکس پاڼه داسې لیکلي:
“موږ تر بل هر وخت ډیر د اوکراین سره ولاړ یو. د اروپا لپاره وخت دی چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.”
د پولنډ لومړی وزیر ډونالډ ټسک آن:
“ګرانه ولادیمیر زیلینسکي، ګرانو اوکرایني ملګرو، تاسو یوازې نه یاست.”
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په ایکس لیکلي:
«یو یرغلګر شتون لري: روسیه.
یو قرباني شتون لري: اوکراین.
موږ درې کاله دمخه د اوکراین سره د مرستې او پر روسیې د بندیزونو لګولو حق درلود – او دا کار ته دوام ورکوو.
د “موږ” په معنی زما مطلب امریکایان، اروپایان، کاناډایان، جاپانیان او ډیری نور دي … .»
خو د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان په X کې داسې لیکلي:
“قوي سړي سوله راولي، کمزوري سړي جګړه کوي. نن ولسمشر ډانلډ ټرمپد سولې لپاره په زړورتیا سره ودرېد. حتی که د ډیرو لپاره دا هضم کول ستونزمن وو. مننه، ښاغلی ولسمشر!”
فاکس نیوز په یوه ځانګړې مرکه کې له ولادیمیر زیلنسکي څخه پوښتنه کوي، چې د ډانلډ ټرمپ تاسې په خبرو کې د امریکا او د امریکا د خلکو پر بې احترامۍ تورن کړي یاست، ایا فکر کوئ چې بښنه باید وغواړئ؟
زیلنسکي ورته په ځواب کې وایي، چې … فکر نه کووم چې ما دې کومه غلطي یا کومه تېروتنه کړې وي…
پایله: د ښاغلي زیلنسکي او ښاغلي ټرمپ کتنې، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا پرځای ډیپلوماټیک کړکېچ زیات او د امریکا او اروپا ترمنځ هم ناندرۍ زېږولی شي. په پام کې وه چې د دې کتنې په پای کې د واشنګټن او کییف ترمنځ د اوکراین د طبیعي زېرمو یو تړون لاسلیک شي خو داسې ونشول.

سرلیک: د ډانلډ ټرمپ او ولادیمیر زیلنسکي تر منځ له ترینګلتیا ډګه لېدنه!
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Insight