د رسنیو د راپورونو له مخې حوثي نومې ځواکونو ادعا کړې، چې دوی یوه امریکايي - جوړه MQ-9 ریپر ماډل ډرون الوتکه ویشتلې ده. د یمن حوثي نومي ځواکونو دغه ادعا د یوې خپرې شوې ویډیو له مخې کړې ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي او په ویډیو کې ښکاري، چې یوه الوتکه وېشتل کیږي او ځمکې ته راغورځي.

د یمن حوثي نومي ځواکونو دا ادعا (العميد يحيى سريع) چې د یمن د وسله والو ځواکونو رسمي ویاند په نوم ایکس پاڼه لري او یو شمېر باوري رسنیو هم د نوموړي دغه ادعا په خپلو وروستیو راپورونو کې راخیستې ده. خو له همدې ادعا سره بیا په ټولنیزو رسینو کې یو شمېر نورو کاروونکو د یوې پخوانۍ پېښې انځور خپور کړی، چې یاده پخوانۍ پېښه په ۲۰۱۵ کې په عراق کې رامنځته شوې وه او اوسني برید یا د الوتکې ویشتلو پورې تړاو نلري.

د بشپړ پوهاوي لپاره لاندې متن او شواهد لوستلی او کتلی شئ:

تاسې کولی شئ، چې په ټولنیزو رسنیو کې د څو کاروونکو له لوري لاندې پوسټونه مشاهده کړئ:

لاندې د ایکس پاڼې درې پوسټونه چې موږ د بېلګې په توګه راخیستي، د امریکا - جوړې یوې الوتکې انځور یې د (یحیی سریع) له قوله دې ادعا سره خپور کړی، چې د دوی ځواکونو (حوثي ځواکونو) د صهیونیستي دوښمن MQ-9 ماډل ډرون الوتکه را نسکوره کړې، په داسې حال کې چې هغه الوتکه چې له شوې ادعا سره انځور کې ښکاري MQ-9 نه بلکې MQ-1C نومیږي او پېښه د ۲۰۱۵ کال ده.

دویم پوسټ:


درېیم پوسټ:

د پورته درې واړو پوسټونو ارشیف لینک


تاسې همدا راز اوس کولی د امریکایي MQ-9 ډوله ډرون الوتکې هغې پېښې په اړه راپورونه او انځورونه هم مشهاده کړئ، چې د عراق په سماوا سیمه کې ۲۰۱۵ کال کې رامنځته شوې وه.

د Conflict News په نوم ویریفایډ ایکس پاڼې د همدې پېښې انځورونه د ۲۰۱۵ کال جولای میاشتې په ۲۱مه خپاره کړي.


همدا راز د (Drone Wars UK او د Military Analysis) په نو ویبپاڼو هم د دې پېښې په اړه انځورونه او راپورونه خپاره کړي:






د Military Analysis ارشیف لینک

په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، د یمن حوثي ځواکونو له لوري د یمن په ذمار سیمه کې د یوې امریکایي – جوړې MQ-9 ریپر ماډل ډرون الوتکې د رانکسکورېدو او ویشتلو ادعا، چې د یمن د وسله والو ځواکونو رسمي ویاند تر نوم لاندې ایکس پاڼې لخوا شوې، ځینو باوري رسنیو، لکه (AP او USNews) هم په خپلو راپورونو راخیستې، خو د ایکس یو شمېر نورو کاروونکو بیا له همدې ادعا سره د یوې پخوانۍ پېښې بې تړاوه انځور خپور کړی، چې دغه پخوانۍ پېښه د ۲۰۱۵ جولای میاشت کې د عراق په سماوا سیمه کې رامنځته شوې وه او د امریکا MQ-C1 ماډل ډرون الوتکه راغورځېدلې وه.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د ادعا اړوند کلېدي کلېمې وپلټلې او په دې اړوند مو د بېلا – بېلو رسنیو راپورونه پیدا کړل. بیا مو د ټولنیزو رسنیو (ایکس) یادو کاروونکو له لوري په خپور شوي انځور ګوګل سرچ ایمیج پلی کړ او هلته موږ وموندل، چې دا انځور اصلاً په یمن پورې نه بلکې په عراق کې د ۲۰۱۵ کال رامنځته شوې پېښې پورې اړوند دی. همدا راز د دې لپاره چې د ادعا په اړه هر اړخیز مالومات وشي، موږ د یمن د وسله والو ځواکونو رسمي ویاند (العميد يحيى سريع) تر نوم لاندې ایکس پاڼې څخه هم لېدنه وکړه، چې د ادعا اړوند خپره شوې ویډیو مو پیدا کړه او تاسو یې کولی شئ په لاندې تفصیل کې هغه ویډیو هم وڅارئ.

د دې لپاره چې د دې موضوع ټول اړخونه وڅېړل شي، تاسې یې دلته هغه برخه هم لوستلی او کتلی شئ، چې د حوثي ډلې وروستۍ ادعا پورې اړوند دي او ځینو باوري رسنیو هم دغه ادعا راخیستې ده:

د حوثي نومي ځواکونو ادعا، چې دوی د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي ((د امریکایي MQ-9 ډرون الوتکه په ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴ کې د یمن د ذمار په فضا کې د ځمکني توغندي په وسیله ویشتل شوې ده...))

تاسې کولی شئ د ایکس پاڼې دا پوسټ په لاندې مشاهده کړئ:


یو شمېر رسنیو هم دا ادعا په خپلو راپورونو کې ځای پر ځای کړې:

د AP په نوم خبري اژانس د خپل راپور په یوه برخه کې لیکلي: حوثیانو ادعا کړې چې یوه بله امریکایي MQ-9 ریپر ډرون یې ویشتلې ده. په انټرنیټ کې یوه ویډیو خپره شوې، چې ښیي د ځمکې څخه هوا ته د توغول شوي توغندي په واسطه یوه الوتکه وېشتل کیږي...)


پایله:

د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، د یمن حوثي ځواکونو له لوري د یمن په ذمار سیمه کې د یوې امریکایي – جوړې MQ-9 ریپر ماډل ډرون الوتکې د رانکسکورېدو او ویشتلو ادعا د AP خبري اژانس په شمول ځینو نورو رسنیو هم په خپلو راپورونو راخیستې، خو د ایکس یو شمېر نورو کاروونکو بیا له همدې ادعا سره د یوې پخوانۍ پېښې بې تړاوه انځور خپور کړی، چې دغه پخوانۍ پېښه د ۲۰۱۵ جولای میاشت کې د عراق په سماوا سیمه کې رامنځته شوې وه او د امریکا MQ-C1 ماډل ډرون الوتکې د غورځېدو پېښه وه.


Claim Review :   حوثي ځواکونو د صهیونیستي دوښمن یوه MQ-9 ډرون الوتکه وېشتې.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  PARTLY FALSE