د هند ممبیي ښار یو تاریخي انځور، چې د هندي رسنیو له مخې دا انځور د ۱۹۵۲ کالونو د وخت پخوانی او تاریخي انځور دی، اوس د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو همدا انځور د کابل د ښار په نوم خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې «کابل یو وخت دغسې وو».

د دوی ادعا دا ده، چې ګواکې دا انځور د پخواني کابل ښار پور تړاو لري، په داسې حال کې، چې انځور د کابل د ښار نه بلکې، د هند د ممبیي ښار کې اخېستل شوی دی.

په انځور کې ښکاري، چې یو دوه پوړیز غټ موټر (بس) د هندي په ممبیي ښار کې د تېرېدو په حال کې او تر څنګ یې یو سړی، چې سپین کالي یې په تن دي، هم روان دی.

تاسې کولی شئ، چې په ټولنیزو رسنیو کې د څو کاروونکو له لوري لاندې پوسټونه مشاهده کړئ:


2. دوهم پوسټ لینکارشیف لینک

3. درېیم پوسټ لینکارشیف لینک

په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، پورته انځور د هند په ممبیي ښار پورې اړوند دی او په کال ۱۹۵۲ کې اخېستل شوی دی. دغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې دا د پخواني کابل ښار انځور دی، حقیقت نلري.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د انټرنیټ په بېلا بېلو سرچ انجنو کې، لکه TinEye او ګوګل سرچ ایمیج کې همدا انځور سرچ کړ او هلته موږ وموندل، چې دا انځور اصلاً د هند په ممبیي ښار کې اخېستل شوی. د NDTV په نوم یوې هندي ویبپاڼې همدا انځور خپور کړی او له انځور سره یې لیکلي، چې دوی دا انځور له «Mumbai Heritage» ایکس پاڼې څخه راخیستی. موږ بیا له همدې ایکس پاڼې هم لېدنه وکړه او هلته مو هم همدا انځور د دوه پوړیزه بس انځور پیدا کړی او «Mumbai Heritage» له همدې انځور سره داسې لیکلي وو «Vintage Bombay::1952 - A BEST double-decker Tram in Bombay».

تاسې کولی شئ، لاندې د همدې تاریخي انځور په اړه ځینې باوري پوسټونه وګورئ، تر څو تاسو ته مالومه شي، د دغه دوه پوړیزه بس انځور اصلاً په هند کې اخېستل شوی، نه چې د کابل په ښار کې:

د NDTV په نوم یوې هندي ویبپانې همدا انځور له یو راپور سره خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې «د ممبیي له لاسه وتلي ټرامونه (بسونه) ممکن ژر بیرته راشي».

همدار راز له همدې خبر سره چې کوم انځور خپور شوی، نو د هغې کریډیټ یې د «Mumbai Heritage» ایکس پاڼې ته ورکړی.


همد راز تاسې کولی شئ، چې د همدې انځور په اړه د «Mumbai Heritage» ایکس پاڼې ۲۰۱۴ پوسټ هم مشاهده کړئ. د «Mumbai Heritage» ایکس پاڼې په خپل پوسټ کې همدې انځور سره لیکلي: «پخوانۍ بمبیي: 1952 - په بمبیي کې د غوره دوه پوړیز ټرام (بس)».

په همدې ترتیب د indianhistorypics په نوم ویریفایډ ایکس پاڼې هم دغه انځور په کال ۲۰۱۴ کې پوسټ کړی او ورسره یې لیکلي: 1952 - په بمبيي کې د غوره او تر ټولو نوي دوه پوړیز بس.

پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د دوه پوړیزه بس هغه تاریخي انځور، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو ورسره لیکلي، چې دا انځور د پخواني کابل ښار (۱۹۴۰) کال دی، حقیقت نلري، بلکې دغه انځور په کال ۱۹۵۲ کې اخېستل شوی او د هند په ممبیي ښار پورې اړوند دی.

Claim Review :   د دوه پوړیزه بس دا انځور په ۱۹۴۰ کې په کابل کې اخېستل شوی، چې هغه وخت کابل دغسې وو.
Claimed By :  Social media users