
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو یو ناسم لېنک خپور کړی او ادعا یې کړې چې له فېسبوک څخه د محدودیت لیرې کېدلو په موخه باید نوموړی لېنک کې نوم لیکنه وشي.
یاد لېنک ناسم دی او د فېسبوک پورې تړاو نه لري.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو یو ناسم لېنک خپور کړی چې په وینا یې د کمنټ او پوسټ کولو د محدودیت په لیرې کولو کې مرسته کوي. د « نصیرالله آرمل» په نوم یو فېسبوک کاروونکي لیکلي: «ضرور یی ولولی
د ډیرو دوستانو د فیسبوک پوسټ او کمنټ بلاک دي
او ډیر دوستان غواړی چی پوسټ او کمنټ یی بلاک نشی
نو یوازینی د حل لاره یی په لینک کی ځان راجسټر کول دی
لینک خلاص کړی د خپلی ای ډی ایمیل یا نمبر او پاسورډ ورکړی بیا login ووهی مشکل به مو حل شي».
یو بل فېسبوک کاروونکی هم ورته پسټ یې کړی دی.
حقیقت موندنه
مونږ په همدې اړه د فېسبوک د یوه ویاند نظر واخست. هغه وویل چې دا ډول پیغامونه یا پوسټونه غواړي ستاسو شخصي مالوماتو له لارې ستاسې فېسبوک حساب ته لاسرسی پیدا کړي او یا یې حک کړي. د هغه په خبره، دا ډول کسان د لېنک او یا پیغام په لېږلو سره ستاسو شخصي مالوماتو او فېسبوک حساب ته لاسرسی پیدا کوي. د فېسبوک په اړه یوازې د Fb.com, Facebook.com او facebookmail.com څخه راغلي برېښنا لیکونه د اعتبار وړ دي او د فېسبوک پورې اړه لري.
له بلې خوا ورکړل شوی لېنک د فېسبوک پورې تړاو نه لري او حتا د خلاصېدلو په وخت کې کار نه کوي.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه لېنک ناسم دی چې ادعا شوې ګواکې ستاسو د فېسبوک آی ډي د محدودیت په لیرې کولو کې مرسته کوي. دا لېنک د فېسبوک پورې هېڅ تړاو نه لري او نه هم تاسو سره د آی ډي د محدودیت په لیرې کولو کې مرسته کوي. دا ډول لېنک او پیغامونه ستاسو شخصي مالوماتو له لارې ستاسو فېسبوک حساب ته لاسرسی پیدا کوي.

سرلیک: دا لېنک په فېسبوک کې ستاسو پر آی ډي د محدودیت په لیرې کولو کې مرسته نه کوي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False