
په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د ظلم په نوم یو شمېر وېډیو ګانې خپرې شوي دي.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه وېډیو خپره شوې ده چې پکې یوه ښځه وهل او ټکول کیږي. په وېډیو کې د ښځې د ژړا غږ هم اوریدل کیږي.
تاسو کولی شئ لاندې پوسټ وګورئ:
خو اساسي پوښتنه دا ده چې ایا دا وېډیو اوسنۍ ده او که پخوانۍ؟ راشئ په دې حقیقت ځان پوه کړو.
حقیقت موندنه
په ټویټر کې د شریک شوې ادعا او د وېډیو په اړه د حقيقت موندلو لپاره، موږ دا وېډیو په لنډو ټوټو باندې وویشله او د تصویر پلټنه مو پرې تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا وېډیو په افغانستان کې د کومې وروستۍ پېښې پورې اړه نه لري.
وېډیو لږ تر لږه یو کال پخوانۍ ده او په ډېرو وېبپاڼو کې د ۲۰۲۱ کال د اپريل په مياشت کې خپره شوې وه. موږ د دې وېډیو په اړه د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه او مالومه شوه چې دا وېډیو یو کال مخکې خپره شوې ده.
په راپورونو کې راغلي چې دا ښځه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټیلیفون کې د نارینه سره د خبرو کولو په تور په دورو وهل شوې وه. دا پېښه هرات ته نږدې په کومه سیمه کې شوې وه.
دا ښځه هغه مهال د طالبانو د یوې صحرایي محکمې له خوا د ۴۰ دورو د وهلو په سزا باندې محکومه شوې وې وه.
تاسو کولی شئ د لاندې لینک په واسطه د دې پېښې په اړه نور مالومات ولولئ:
په افغانستان کې ښځې د خورا تاوتریخوالي سره مخ دي او ډېرې یې د اساسي بشري حقونو څخه محرومې دي.
داسې ډېرې پېښې شوي چې بې ګناه نجونې او ښځې د ټولنې او حتی د کورنۍ غړو له خوا ځورول شوې او وژل شوې دي. په ۲۰۱۵ کال کې د رخشانه په نوم یوه ښځه د زنا په تور سنګسار شوې وه.
پايله
له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وېډیو پخوانۍ ده او په افغانستان کې د کومې وروستۍ پورې اړه نه لري. دا وېډیو يو کال پخوانۍ ده.

سرلیک: د طالبانو له خوا د ښځې د وهلو دا وېډیو پخوانۍ ده
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading