
ځیني کسان چې ځانونه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې کارکوونکي معرفي کوي د خلکو کورونو ته ځي او له هغوی څخه پیسې را شکوي. دوی د برېښنایي تذکرو په بهانه له خلکو څخه پیسې را ټولوي.
دا ډول کسان په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته اعلانونه کوي.
د فېسبوک د یوه کاروونکي پوسټ
دغو کسانو د برېښنایي تذکرې لپاره اړین شرایط هم په خپلو اعلاناتو کې لیکلي دي. د دغو کسانو له ډلې څخه یې بیا ادعا کوي چې پرته له نوبت څخه تاسو ته برېښنایي تذکره اخلي.
د فېسبوک یوه پاڼه
د پېښې ارزونه
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دې اړه یوه خبرتیا خپره کړې او ویلې یې ده چې د دوی کارکوونکي د خلکو کورونو ته د برېښنایي تذکرو وېش لپاره نه ځي. دغې ادارې همدا راز ویلي چې شرکتونه او یا د انټرنټ کلبونو خاوندان کولای شي خلکو ته د تذکرې فورمې ډکې کړي، خو دوی اجازه نه لري چې د دغې ادارې له نوم او یا لوګو څخه ناوړه ګټه واخلي.
دغې ادارې همدا راز ویلي چې د نوبت له رسېدلو څخه وړاندې هېڅوک نشي کولای چې د تذکرې اخستلو چارې طی مراحل کړي. د دې ادارې په وینا چې دوی د هېڅ شرکت او یا شخص سره د فورمې ډکولو په برخه کې کوم قرارداد نه لري.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې فېسبوک پاڼه
پایله
ځیني کسان چې د احصایې او معلوماتو ادارې د کارکوونکي په توګه د خلکو کورونو ته ځي او ځانونه د دغې ادارې کارکوونکي معرفي کوي، حقیقت نه لري. دوی د احصایې او معلوماتو ادارې پورې اړه نه لري.