
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د نا اړوندو انځورونو په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې زابلی ماشوم حیدر چې څاه ته غورځېدلی وو، ژغورل شوی دی.
زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه د حیدر پورې تړاو نه لري او نوموړی له څاه څخه تر ویستل کېدو وروسته مړی شوی دی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د زابلی ماشوم حیدر په تړاو ناسم انځورونه او ادعاګانې په فېسبوک کې خپرې کړي دي.
وروسته تر هغې چې حیدر په څاه کې د ژغورلو شېبې شمارلې، د ټولنیزو رسنیو کاروونکي لیکلي چې ګواکې حیدر ژغورل شوی دی.
یوه فېسبوک کاروونکي د روان کال د فبرورۍ په ۱۷مه لیکلي: «تازه
ده ميډيا د لارې خبر سوم چي حیدر خان زابلي ماشوم وژغورل سو نو زړه مې والله چې ډېر زيات خوشحاله سو الله دې اوس ژر تر ژره روغ صحت ورکړي».

یوې فېسبوک پاڼې هم ورته پسټ یې کړی دی.

حقیقت موندنه
زمونږ موندنې ښيي چې په زابل کې څاه ته غورځېدلی ماشوم حیدر خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او تر ویستلو وروسته روغ نه وو.
طالب چارواکی انس حقاني چې زابل ته تللی وو، په یوه تویت کې د حیدر د وفات کېدلو خبر ورکړی دی.
مونږ همدا راز پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه.
دا انځورونه د هغه ماشوم پورې تړاو لري چې په پاکستان کې د لاسي بم په واسطه ټپي شوي وو. دا خبر په یوه وېبپاڼه کې خپور شوی دی. دا پېښه په پاکستان کې په یوه کور باندې شوې وه چې د لاسي بم له امله پکې ۳ تنه ټپیان شوي وو.
په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

له بلې خوا د حیدر د جسد انځور په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوی دی او ښيي چې نوموړی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې زابلی ماشوم حیدر خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هغه په تړاو په فېسبوک کې ځيني خپاره شوي انځورونه ناسم دي.
دا انځورونه د هغه ماشوم پورې اړه لري چې په پاکستان کې د لاسي بم له امله ټپي شوی وو. دا انځورونه د حیدر پورې تړاو نه لري.

سرلیک: ایا زابلی ماشوم حیدر ژغورل شوی؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Missing Context