آیا دا وسلې او ټانګونه افغانستان ته سپارل شوي؟

False Military

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د نورو هېوادونو د ټانګونو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګنې دا ټانګونه افغانستان ته سپارل شوي.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې پر ۹مه د پخوانیو ټانګونو او وسلو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې افغانستان ته سپارل شوي دي.

د «ولس غږ» په نوم فېسبوک پاڼې د دغو انځورونو په خپرولو سره لیکلي: «افغان ځواکونو ته ۶۵۳ ټانګونه او نور مهمات وسپارل شول.»

دا پست له نورو سره ۶۲۴ ځله شریک شوی دی.

Graphical user interface, application, PowerPoint

Description automatically generated

فېسبوک/ آرشیف لېنک

یوې بلې فېسبوک پاڼې د ‘Afghan Media’ په نوم هم ورته انځورونه یې خپاره کړي. دې فېسبوک پاڼې ویلي چې افغان ځواکونو ته یو شمېر مهمات او ټانګونه وسپارل شول. دې فېسبوک پاڼې دا نه ده ویلې چې دا ټانګونه کله او د چا له خوا افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

A picture containing text

Description automatically generated

فېسبوک پاڼه/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغو انځورونو د ګوګل او بینگ د انځورونو پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي او د نورو هېوادونو مهماتو پورې اړه لري. 

د دغو انځورونو یوه یې په ۲۰۱۲ کال کې خپور شوی دی. په دې انځور کې د کویټ هېواد د «عارف جان» په بندر کې نظامي ګاډي لیدل کیږي. 

Text

Description automatically generated

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

د دغو درنو وسلو یو بل انځور هم په ۲۰۱۶ کال کې خپور شوی دی چې افغانستان پورې اړه نه لري.

Graphical user interface

Description automatically generated with medium confidence

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

د درنو وسلو بل انځور په ۲۰۱۸ کال کې خپور شوی دی. دا انځور هم افغانستان پورې اړه نه لري.

A picture containing text, truck, military, military vehicle

Description automatically generated

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر او انځورونه ناسم دی ګواکې دا چې یو شمېر نظامي ټانګونه او مهمات افغانستان ته سپارل شوي دي. دا انځورونه پخواني دي چې د افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري.

Avatar

سرلیک: آیا دا وسلې او ټانګونه افغانستان ته سپارل شوي؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *