د افغانستان په پکتیا ولایت کې د بمبارد انځور؛ په پېښور کې د درنې چاودنې له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی. 

False International

د ۲۰۲۵ کال روانې دیسمبر میاشتې په ۲مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو یو انځور، چې پکې د بمبارد له امله ویجاړی او اور ښکاري، له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا په پېښور ښار کې د چاودنې صحنه ده. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې دغه انځور د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې پېښور سیمه نده، بلکې دا د افغانستان پکتیا ولایت سیمه ده، چې تېرې اکتوبر میاشت کې پاکستاني جیټ الوتکو بمبارد کړی وو. 

د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دا څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې یو پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی د دوه بېلا بېلو انځورونو څخه یوځای شوي انځور سره لیکلي: «همدا اوس پاکـستان پیښور ښار کې درنه چاودنه شوې…».

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره خپور شوی انځور د پېښور سیمه نده، بلکې د پاکستاني جیټ الوتکو له امله پکتیا ولایت کې د ۲۰۲۵ اکتوبر میاشتې هوایي برید له امله د ویجاړیو او اور لګېدنې انځور دی.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ پر خپور شوي انځور، چې د دوه بېلا بېلو انځورونو ټولګه ده، ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور د بېلا بېلا ادرسونو لخوا له ادعا څخه څو میاشتې وړاندې خپور شوی دی او ښیي، چې دا انځور په پېښور سیمه پورې هیڅ تړاو نلري، بلکې د پکتیا ولایت د بمبارد شوې سیمې ښودل شوی دی. 

اطلاعات روز ورځپاڼې د اکتوبر په ۱۷مه همدا انځور له یو راپور سره خپور کړی دی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي: پکتیا ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د پاکستان د هوايي بریدونو له امله وژل شوي دي.

ارشیف

همدا راز Kabul now هم په عین تاریخ په یو راپور کې لیکلي، چې همدا انځور یې ورسره خپور کړی دی: پاکستان د جمعې ناوخته پکتیکا ولایت کې هوايي بریدونه کړي چې په کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي…

ارشیف

د دې تر څنګ indianexpress هم دغه انځور د اکتوبر په ۱۷مه خپور کړی او له انځور یې د منبع په توګه لیکي: په پاکستان د جمعې ماښام په پکتیکا ولایت کې د څو ملکی کورونو د بمبارولو له امله تور لګيږي چې له امله یې تلفات رامنځته شوي دي. (Photo: X/ Khama Press).

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې له ادعا سره خپور شوی انځور د پېښور سیمه نده، بلکې د پاکستاني جیټ الوتکو له امله پکتیا ولایت کې د اکتوبر میاشتې هوایي برید له امله د ویجاړیو او اور لګېدنې انځور دی.

Avatar

د افغانستان په پکتیا ولایت کې د بمبارد انځور؛ په پېښور کې د درنې چاودنې له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *