د پښتو ژبي نوموتي ولسي حماسي شاعر مطیع الله تراب مړینه؛ عبرګونونه!

Insight International

د پښتو ژبې نوموتی او مشهور ولسي شاعر مطیع الله تراب د روانې جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د زړه درېدو له امله د خوست په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د نوموړي جنازه په ننګرهار ولایت کې وشوه، چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړی وو او له جنازې وروسته بیا په خپل پلرني ټاټوبي خوږګیاڼو کاله خېلو کې خاورو ته وسپارل شو. د مطیع الله تراب جسد له خوست څخه کابل او له کابله څخه ننګرهار ته په پوځي چورلکه کې ولېږدول شو.

د ګڼو پښتنو لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مينه والو، تر څنګ پیژندل شویو سیاسي څېرو د نوموړي پر مړینه سخته خواشیني څرګنده کړې ده.

بشپړ مطلب او د مطیع الله تراب د پیژندنې په اړه د فکټ کریسنډو دا کتنه (ایکسپلینر) کې ولولئ!

مطیع الله تراب څوک وو؟

د مطیع الله تراب د «سپین بغاوت» نومي کتاب بیوګرافۍ له مخې: مطیع الله تراب د مولويي رسول دوست زوی او د الله دوست لمسی وو، چې په ۱۳۵۰ هـ.ش کال د ننګرهار ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ کوز بهار کاله خېلو کلي کې زیږدلی وو. 

Image source: The New York Times

د مطیع الله تراب پر مړینې د سیاسي پیژندل شویو څېرو خواشیني:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي مړیني په اړه په هماغه ورځ د خواشینۍ پیغام خپور کړ او پر خپل ایکس یې ولیکل: د ولسي شاعر مطیع الله تراب صاحب وفات سخت متأثره کړو. له الله تعالی څخه نوموړي ته جنة الفردوس، کورني او خپلوانو ته جمیل صبر غواړو.

همدا راز د افغان سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ایکس لیکلي: زه د شاعر مطیع الله تُراب په مړینه خواشینی یم. ارواښاد مې له افغان تلویزیوني خپرونو په یاد دی. د جګړې په کلونو کې د افغانانو د کړاوونو یو ویش څارونکی و. پدې وروستیو کې هغه د نجونو او ځوانو ښځو لپاره د دولتي لیسو او پوهنتونونو د پرانستلو لپاره غږ پورته کړی و.  زه خپله خواخوږي او ډاډګېرنه څرګندوم. روح دې یې آرامه وي.

د دې سربیره د افغانستان پخواني دوو ولسمشرانو هر یو پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر اشرف غني هم له خپلو فیسبوک پاڼو د مطیع الله تراب پر مړیني سخته خواشیني ښکاره کړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه د شاعر مطيع الله تراب د مړينې له کبله د خواشينۍ پیغام کې ولیکل: مطيع الله تراب د هېواد او ولس ستونزې په شاعرانه احساس بيانولې او په شعرونو کې يې تل د يووالي او وطندوستۍ پيغام خپراوه. 

همدا راز پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني بیا یو غږیز پیغام خپور کړ، چې د حماسي شاعر مطيع الله تراب پر ناڅاپي مړينې یې خواشيني څرګنده کړه او د هغه کورنۍ، ملګرو او د ادب مينوالو ته يې تسليت ووايه  او د هغه شاعري یې د ټولنې لپاره اغېزناکه وبلله او زياته يې کړه چې تراب په فقيرۍ کې ستر او وپاييد او د ټولنې لخوا په پراخه کچه ومنل شو.

د دې تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم د مطیع الله تراب په مړیني د خواشینۍ پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: د ملي وحدت‌ ارمانجن تُراب په خپل ژوند کې ملي وحدت و نه‌ لیده، او د لر او بر د وطن اوسنیو حالاتو له امله د تُراب د مرګ وصیت، چې د یو نظم په بڼه یې ویلی و، پوره کېدل هم مشکل ښکاري.

Source: Hamdullah Intezar-Facebook 

د مطیع الله تراب هغه نظم، چې د خپل مرګ وصیت په نوم یې ویلی دی:

د تراب د مرګ وصیت په غور واورئ 

 د دې کلي او ښاریو پوښتنه وکه

 د اټک د سیند پر غاړه غاړه ولاړ شه

 د خټکو یوسفزو پوښتنه وکه

 په قرار قرار می یوسه صوابی ته

 د یوسف او شيربانو پوښتنه وکه

 جنازه مې ملکنډ په څوکو کیږده

 د مومندو باجوړو پوښتنه وکه

 په مزه مزه می کوز که اشنغر ته 

 په مردان کې د کوڅو پوښتنه وکه

 څه خلیل او داودزي په ما خبر که

 د ادم او د درخو پوښتنه وکه

 پېښور دره کوهاټ درنه هیر نه شـي

 د هنګو دواوو پوښتنه وکه

 خه په ټل زما د مرګ یوه ټپه شه

 د ميرلي د اورشو پوښتنه وکه

 چې د بنو مازدیګر درنه هېر نه شي

 د وزیرو بنوڅو پوښتنه وکه

 چې د کوټې او چمن په لاره لاړ شې

 د کاکړو د پټکو پوښتنه وکه

 بیا په بیړه بیړه راشه کورمې خور ته

 د هغې د سرو لاسو پوښتنه وکه

 هلته زما د ادبي سنګر یاران دي

 په سده کې د هغو پوښتنه وکه

 خه بنګشو علیشیرزیو یورو ګوزو ته

 د توتکې د چینارو پوښتنه وکه

 د پکتیا ټولو قامو ته لاس اوچت که

 د مننګو د خاخو پوښتنه وکه

 د تیرا په تورو غرونو به راواوړې

 د خیبر د افریدو پوښتنه وکه

 د خاطر د خاطرو به خاطر وکړې

 د همزه د تاترو پوښتنه وکه

 د شمشاد په جګو څوکو سلام وایه

 په شلمان کې د تاپو پوښتنه وکه

 هزار ناو او باسول نه چې ورتېر شي

 په ډاګو کې د خېمو پوښتنه وکه

 نارنج ګل مې د پټکي هر ول کې کېږده

 ننګرهار کې د باغو پوښتنه وکه

 د ملنګ یو څو اشعار به چاته یاد وي 

 اخوا دیخوا د باندډو پوښتنه وکه

 د کنړ په سردرو جرګه جرګه شه

 د ببهسودو دورنټو پوښتنه وکه

 په لغمان کې مهترلام بابا زیارت دې

 مازدیګر د تیرګاړو پوښتنه وکه

 سیرشاهي پاچیراګام درنه هېر نه شي

 چپرهار کې د ډاګو پوښتنه وکه

 د کفن پټکی می کوږ په سر راکيږده

 بیا ورځه د خوګیاڼو پوښتنه وکه

 د تور غر او د سور رود په لویه لاره

 د ناري ناري برجو پوښتنه وکه

 د سپین غر د جګ دالان لاندې مې کېږده

 د څڅوبي د اوبو پوښتنه وکه

 وطنۍ شنه لوپټه په ما خوره که

 د سرګړي د وښو پوښتنه وکه

 تر هغې مې خړو خاورو کې پټ نه کړې

 د پرېوتو دېوالو پوښتنه وکه

 تواقف می جنازې لپاره واخله

 دواړې غاړې د مورچو پوښتنه وکه

 په ما خاورې کړه انبار چی درز وانه ورم

 په مزار مې د ډېوو پوښتنه وکه

Avatar

د پښتو ژبي نوموتي ولسي حماسي شاعر مطیع الله تراب مړینه؛ عبرګونونه! : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *