د استانبول د ناستې ګډون کوونکو نوملړ ناسم دی

Partly False Politics

ځیني رسنۍ د افغان حکومت له لورې د استانبول د ناستې ګډون کوونکو نوملړ خپور کړی دی چې ناسم دی.

ادعا

هشت صبح ورځپانې او ځیني نورې رسنۍ د ۱۴۰۰ کال د حمل یا وري پر ۲۲مه نېټه د استانبول د غونډې یو نوملړ خپور کړی دی چې په هغه کې ۱۹ تنه ګډون لري. په دغه نوملړ کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون د حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، محمدیونس قانوني، عطامحمد نور، حمدالله محب، محمدحنیف اتمر، سیدحامد گیلاني، عبدالرشید دوستم، محمد محقق، محمدکریم خلیلي، گلبدین حکمتیار، صلاح‌الدین رباني، معصوم استانکزی، سلام رحیمي، حبیبه سرابی، فوزیه کوفي، فاطمه گیلاني او حاجي دین‌محمد نومونه لیدل کیږي.

Text

Description automatically generated with medium confidence

د هشت صبح ورځپاڼه

د هشت صبح ورځپاڼې لېنک

اسپوتنیک هم په دري ژبه لیکلي چې د استانبول د غونډې د ګډونوالو نوملړ چمتو شوی.

Graphical user interface, website

Description automatically generated

اسپوتنیک وېبپاڼه

د اسپوتنیک وېبپاڼې لېنک

د پېښې ارزونه

مونږ د ملي روغې جوړې د عالي شورا له ویاند فریدون خوځون سره دا نوملړ شریک کړ او په دې اړه مو ترې وپوښتل. نوموړي وویل چې دا نوملړ ناسم دی. هغه وویل: «تر اوسه نوملړ نه دی چمتو شوی خو کار پرې روان دی. یو جامع او ټولشموله نوملړ به اعلان کړو.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون څرګندونې

لېنک

له بلې خوا څخه یک ټلویزیون هم د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني له قوله لیکلي چې دا نوملړ ناسم دی. ښاغلي رحماني ویلي چې د استانبول د ناستې په هکله کوم نوملړ چې په رسنیو کې لاس په لاس کیږي، صحت نه لري  او دا نوملړ د ملي روغې جوړې عالي شورا هم نه تاییدوي.

Graphical user interface, application

Description automatically generated

د یک ټلویزیون تویتر پاڼه

د یک ټلویزیون تویتر 

تمه ده چې د استانبول ناسته د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۲۴مه نېټه تر سره شي. د دغې غونډې موخه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ یوې سیاسي هوکړې ته لار هوارول او افغان جګړې ته د پای ټکی اېښودل دی.

پایله

د استانبول د ناستې د ګډونوالو کوم نوملړ چې په رسنیو کې خپور شوی دی، ناسم دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *