محکمه کې پر دغې قاضۍ له دې امله برید ندی شوی، چې ګني د فلسطینیانو د وژلو خبره یې کړې وه!

International Misleading

په ټولنییزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي، چې یوه محکمه کې یو سړی پر یوې څارنوالې فزیکي برید کوي.

د دغې ویډیو په خپرولو سره د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د امریکا پر یوې وزیرې وروسته له هغې یو مسلمان فزیکي برید وکړ، چې هغې د فلسطینیانو د وژلو خبره وکړه.

خو دا چې رېښتیا څه دي او د دغې ویډیو اصلي کېسه څه ده، راځي د فکټ کریسنډو دغه کتنه درسره ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ:

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د دې ویډیو په اړه د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده. حقیقت دا دی، چې دغه پېښه د ۲۰۲۴ کال جنوري میاشت کې د امریکا په نیوادا، لاس ویګاس سیمه کې رامنځته شوې ده، چې یو کس پر قاضي هغه مهال ور ټوپ کوي، چې سزا ورته اوروي.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو د یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده؟

موږ لومړی د دغې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه واخیستل او بیا مو پرې ګوګل ایمیج لټون پلی کړ. موږ ته د دې ویډیو په اړه بېلا بېل راپورونه او شواهد مخ ته راغلل، چې تاسې په لاندې توګه کتلی شئ:

د CNN رسمي یوټیوب چینل همدا ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي: «سړی په محکمه کې له چوکۍ څخه ټوپ اچوي او په قاضي برید کوي».

همدا راز CNN په یو لیکي راپور کې هم دغه موضوع راخیستي. دوی لیکلي، په قاضي باندې د سزا اورولو پر مهال د تورن له خوا په محکمه کې سخت برید وشو.

ارشیف

فاکس نیوز هم دغه پېښه راخیستي او تاسې یې ویډیو په لاندې توګه کتلی شئ:

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د دې ویډیو په اړه د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده. حقیقت دا دی، چې دغه پېښه د ۲۰۲۴ کال جنوري میاشت کې د امریکا په نیوادا، لاس ویګاس سیمه کې رامنځته شوې ده، چې یو کس پر قاضي هغه مهال ور ټوپ کوي، چې سزا ورته اوروي.

Avatar

محکمه کې پر دغې قاضۍ له دې امله برید ندی شوی، چې ګني د فلسطینیانو د وژلو خبره یې کړې وه! : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *