د ډانلډ ټرمپ دویم ځلي رییس جمهور کېدل او د افغانیو پر ارزښت یې اغېزې.

Insight International

ډانلډ ټرمپ د تېرې دوشنبې په ورځ د جنوري په ۲۰مه د امریکا د ۴۷م رییس جمهور په توګه سوګند پورته کړ. په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې ډانلډ ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ګټونکی اعلان شو، افغانیو د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت کمول پیل کړل، په داسې حال کې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسي افغانۍ یو له هغو کرنسیو څخه شمېرل کېده، چې د ډالرو په مقابل کې یې خپل ارزښت با ثباته ساتلی وو.

دا چې اوس افغانۍ د ډالرو په مقابل کې په کوم حالت کې دي، د توکو بیې څومره لوړې شوي او د خلکو اندېښنې څه دي، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!

یوازې په وروستۍ یوه اوونۍ کې، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت ۶ افغانۍ لوړ شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د ډالر د بیې له لوړېدو سره همهاله د هېوادوالو اندېښنې راپورته شوي‌ دي.

طلوع نیوز په تازه یو راپور کې د خلکو غږ او نظرونه راخیستي، چې تر ډېره هېوادوال پکې د توکو له لوړوالي شکایت کوي.

نن دوشنبه د روانې جنوري میاشتې ۲۷مه نېټه د یو ډالر تبادله په شاوخوا ۷۹ افغانیو ښودل شوې ده، چې د ډالرو او افغانیو د تبادلې دغه نرخ د افغانستان بانک اعلان کړی دی، په داسې حال کې چې د ډانلډ ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه اونۍ وړاندې یو ډالر په ۷۳ افغانۍ تبادله کېدو.

خو بل لور بیا وروسته له هغې چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په کمېدو شو، د افغانستان واکمن حکومت (طالبانو) یې د کنټرول او چمتوالي خبرداری ورکړ. د افغانستان بانک سرپرست د افغانۍ د ثبات په موخه د صرافانو د ټولنې له استازو سره ناسته هم کړې او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړی چې، د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات لپاره هڅې کوي.

د افغانستان بانک سرپرست نور احمد اغا له خلکو غوښتي، چې د افغانۍ د ثبات لپاره په خپلو ورځنیو راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي.

هغه ویلي، چې هېوادوال دې د ملي مسوولیت په پام کې نیولو سره، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال، افغانۍ وکاروي. او پر بې‌ځایه اوازو باور ونه‌کړي.

د یادوونې وړ ده، چې سره له دې چې، د افغانستان بانک په تېره څه باندې یوه اوونۍ کې د افغانۍ د ثبات لپاره شاوخوا ۶۰ مېلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي؛ خو د ډالر د بیې په ټېټېدو کې یې ظاهراً دومره اغېز نه‌دی لرلی او لا هم د ډالر بیه په لوړېدو ده.

Avatar

سرلیک: د ډانلډ ټرمپ دویم ځلي رییس جمهور کېدل او د افغانیو پر ارزښت یې اغېزې.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Insight

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *