د «کابل پولیس» تر نوم لاندې د وایرل شوي موټر انځور رېښتینی ندی.

False International

په ټولنییزو رسنیو کې د فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د پولیسو د موټر انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګني کابل کې پولیسو ته دا ډول نوي موټرونه ورکړل شوي دي، په داسې حال کې چې د موټر دغه انځور په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی دی.

د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه انځور کوم حقیقت نلري او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی دی.

موږ ولې وایو، چې د «کابل پولیس» تر نوم لاندې د دغه موټر انځور اصلي ندی؟

موږ لومړی په خپور شوي انځور د مصنوعي ځیرکتیا د تحلیل عملیه اجرا کړه، او بیا مو دې ته د ورته موټرونه پلټنه وکړه.

د مصنوعي ځیرکتیا انځورونو مالومولو sightengine.com په نوم ویبسایټ کې موږ خپور شوی انځور اپلوډ کړ، چې هلته یې پایله ۹۹ سلنه دا وه، چې دغه انځور د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی دی.

ارشیف

خو د دې تر څنګ موږ خپله هم انځور په ډېر دقت سره وکتلو او لاندې نقاط مو پکې پیدا کړه، چې دغه نقاط ښکاره د دې دلیل دی، چې انځور اصل ندی. تاسې دغه نقاط په انځور کې په شماره واره بڼه کتلی شئ او له انځور لاندې یې بیا تفصیل لوستلی شئ:

  1. په لومړۍ شمېره کې تاسې ګورئ، چې په موټر باندې املایي ګډوډي ښکاري.
  2. په دویمه شمېره کې تاسې که ځیر شئ، نو دوکان کې داخل د ډیکوریشن توکي ښکاري، خپله دوکان یو مستري خانه ښکاري او مخې ته بیا نور عجیب توکي مالومیږي، چې دا ګډوډي او غلطیانې عموماً د مصنوعي ځیرکتیا جنریشن پر مهال رامنځته کیدای شي.
  3. په درېمه شمېره کې تاسي وینئ چې د دوکانونو لوحي نه د افغانستان د دري او نه د پښتو ژبې سره سمون خوري، بلکې بیخي مانا نه جوړوي.

د دې تر څنګ موږ چې کله د دغه ډول موټرونو پلټنه وکړه، نو د دوبۍ پولیسو ته دغه ډول لوکس او قیمتي موټرونه په ۲۰۱۳ کې ورکړل شوي وه، چې تاسې یې د دوبۍ د پولیسو له رسمي ایکس پاڼې پوسټ کتلی شئ.

ارشیف

د دوبۍ پولیسو ته د دغه ډول قیمتي موټرونو سپارلو په اړه سي این این هم یو راپور خپور کړی وو، چې تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه انځور کوم حقیقت نلري او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی دی.

Avatar

د «کابل پولیس» تر نوم لاندې د وایرل شوي موټر انځور رېښتینی ندی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *