ایا دا مدینې ته د ننوتلو دروازه ده؟

False International

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د مکې د ننوتلو دروازه یې د مدینې دروازې په توګه خپور کړی دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکو د مکې دروازې د یوه انځور په خپرولو سره د روان زیږدیز کال د مې په ۲۵مه ادعا کړې چې ګواکې دا مدینې ته د ننوتلو دروازه ده. د «تازه خبر» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د دې انځور په خپرولو سره لیکلي: «د مدینې ښار ته د دخول دروازه». دا پست شاوخوا ۲۵ ځله له نورو سره شریک شوی دی. دا فېسبوک پاڼه شاوخوا ۱۲۵ زره لایک یا خوښوونکي لري.

A screenshot of a video game

Description automatically generated with medium confidence

د فېسبوک یوه پاڼه

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغه انځور د ګوګل او بینګ د انځورونو څېړنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور د مکې معظمې د ننوتلو دروازه ده.  دا انځور د “Marhabasaudi.com” وېبپاڼې له خوا خپور شوی دی. دې وېبپاڼې لیکلي: « د قرآن دروازې په اړه په زړه پورې معلومات چې دا دروازه مکې ته تللې».

A picture containing text, scene, road, way

Description automatically generated

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

د فېسبوک یوه عرب کاروونکي هم لیکلي چې دا انځور مکې ته د ننوتلو دروازه ده. دا پست شاوخوا ۱۹۰۰ ځله له نورو سره شریک شوی دی.

A picture containing text

Description automatically generated

فېسبوک/ آرشیف لېنک

د مکې په اړه

مکه معظمه د عربستان یو له تاریخي ښارونو څخه ګڼل کیږي. دغه ښار د اسلام د وروستي پیغمبر حضرت محمد د زېږیدلو له امله مشهور دی. دا ښار د مسلمانانو د قبلې له امله مقدس بلل کیږي. له بلې خوا څخه مکه ښار د سره بحیرې په ۸۰ کیلومترۍ کې واقع شوې چې له بحر څخه یې لوړوالی ۳۳۰ مترو ته رسیږي.

Avatar

سرلیک: ایا دا مدینې ته د ننوتلو دروازه ده؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *