د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو پخوانی عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې اشرف غني د کمال خان بند له پرانېستنې څخه وړاندې په دې بند کې لمبلي.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۱۴۰۰ کال د وري یا حمل پر ۴مه د ښاغلي غني د لمبا یو انځور خپور کړی او لیکلي: «ولسمشر غني د کمال خان بند له پرانیستو مخکې په یاد بند کې لمبلي دي، ولسمشر همداراز ویلي چې د قیامت په ورځ به د کمال خان بند د ده شفاعت کوي».

Graphical user interface, text  Description automatically generated

د تویتر یوه کاروونکې

د تویتر د یوه کاروونکې لېنک

دا عکس په فېسبوک او تویتر کې څو ځله شریک شوی دی.

د پېښې ارزونه

مونږ پر دې عکس د ګوګل تصویر برعکس پلټنې (Google Reverse image search) له لارې څېړنه وکړه او ومو موندله چې دا عکس پخوانی دی. دا تصویر هغه مهال اخستل شوی دی چې ښاغلی غني په جلال آباد کې د لمبا په حالت کې وو. دا عکس په ۲۰۰۹ کال کې د نیویارک ټایمز په یو راپور کې خپور شوی دی.

Graphical user interface, website  Description automatically generated

د نیویارک ټایمز راپور

د راپور لېنک

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه عکس چې خپور شوی او پکې ادعا شوې ګواکې دا چې اشرف غني د کمال خان بند کې لامبي، ناسم دی. دا عکس پخوانی دی چې په جلال آباد کې د ښاغلي غني د لمبا پر مهال اخستل شوی دی.