د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له قوله ادعا کړې چې ګواکې هغه ویلي پخواني چارواکي دې وطن ته راشي تر څو ګډه اداره او ټول شموله حکومت جوړ کړو.

زمونږ پلټنې ښيي چې هغه یوازې د تېر نظام چارواکو باندې غږ کړی تر څو وطن ته راشي خو د ګډ حکومت او چوکۍ ورکولو خبره یې نه ده کړې.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د ډسمبر په ۱۴مه ادعا کړې ګواکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې د تېر نظام چارواکې دې وطن ته راشي تر څو ورسره ګډ حکومت جوړ کړي.

د «خبریال» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: « تازه او د خوشحالی خبر
اباس ستانکزی دتیرنظام ټولو لوړپوړ چارواکوباندی غږ کړې چي بیرته هیواد ته راشي او په وزاراتونو اوادارتو کي یوځایی په ورورلی او په اتفاق کارکوو
ستانکزی وایی چي حکومتداری په ځانله ځان نه کیږی اونه مو سرته ورسوله زه تراشرف غني پوری ټولو لوړ پوړ چارواکو احترامانه غږ کوم چي هیواد ته راستانه شي او ټول شموله همشموله او ګډه اداره جوړه کړو چي ترڅو مو دنړي د رسمیت پیژندلو اصول برابر شی
ستانکزی داخبری د قطر ډایلی اربعاء تلویزون سره کړي».

فېسبوک پوسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د ښاغلي شیر محمد عباس ستانکزي د وینا کلېپ واریده. هغه د تېر نظام په چارواکو باندې غږ کړی تر څو وطن ته راشي خو د چوکۍ ورکولو یا ګډ حکومت د جوړولو خبره یې نه ده کړې.

هغه ویلي: « زه د تېر نظام چارواکو ته وایم چې خپل وطن ته بېرته راشئ، دا ستاسو وطن دی خو دا توقع مه کوئ چې تاسو به بېرته صدراعظم یا وزیر شئ.»

هغه دا نه دي ویلي چې ګواکې د تېر نظام له چارواکو سره به ګډه اداره جوړه کړي.

دلته د نوموړي د وینا کلېپ اوریدلای شئ:

له بلې خوا په فېسبوک پوسټ کې ادعا شوې چې نوموړي دا خبرې د قطر د «ډیلي اربعا» له ټلویزیون سره کړي دي خو نوموړي دا خبرې په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې کړي دي.

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعاوې بې بنسټه دي چې ویل شوي ګواکې شیرمحمد عباس ستانکزی د تېر نظام چارواکو سره د ګډې ادارې د جوړولو خبره کړې ده.

هغه یوازې د تېر نظام په چارواکو باندې غږ کړی دی تر څو خپل وطن ته راشي خو د وزارت یا صدراعظم چوکۍ اخستلو تمه دې نه کوي.

Avatar

سرلیک: شیر محمد عباس ستانکزی د تېر نظام چارواکو سره د ګډ حکومت د جوړولو خبره نه ده کړې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: PartlyFalse