
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې طالبانو د افغانستان په کونړ کې د پاکستان یوه بې پيلوټه الوتکه ویشتلې ده.
زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او دا بې پيلوټکه الوتکه د ایران پورې تړاو لري چې پخوا په فراه کې غورځول شوې وه.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۶ د الوتکو یو شمېر انځورونه خپاره کړي او ادعا کوي چې د پاکستان یوه الوتکه په کونړ کې د طالبانو له خوا را غورځول شوې ده.
د «شاپور بختیار» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلي: « دومره یې شیرکړې چي ټولي نړۍ ته دغه پوسټ ورسیږی
افرین ا.ا.ا.دولت ته هسی طمعه نه لری
نن مازیګر ناوخته د کنړ ولایت مروری ولسوالي کي د ا ا ا دولت ځواکونو د پاکستان کشفی طیاره هغه وخت وویشته کله چي د افغانستان خاوری ته دکشف لپاره راوختي وه
د ویشتلو وروسته یې له ځانه سره راوړی.»

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړو انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه په بېلا بېلو وختونو کې اخستل شوي دي او د جلا جلا پېښو پورې اړه لري.
لومړی انځور:
لومړی انځور چې پکې یوه بې پیلوټه الوتکه او طالبان لیدل کیږي په فراه کې اخستل شوی دی. په یو تویت کې همدا انځور په ۲۰۲۱ کال کې د اګست په ۱۱ خپور شوی دی. په دې نېټه کې لا طالبان په افغانستان کې واک ته وو رسیدلي.
په تویت کې په انګلیسي ژبه لیکل شوې چې د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه د افغانستان په فراه ولایت کې را غورځېدلې ده.
دوهم انځور:
دوهم انځور چې د یوې الوتکې پوړې تړاو لري، په بېلا بېلو وختونو کې له جلا جلا ادعا ګانو سره خپور شوی دی.
«خامه پریس» دا انځور یې په ۲۰۱۹ کال کې د مې په ۲۲ نېټه خپور کړی دی.
په راپور کې د دې انځور په لاندنۍ برخه کې د کاپي رایټ په اړه لیکل شوې چې دا انځور په ۲۰۱۲ کال کې د فبرورۍ په میاشت کې خپور شوی دی.

درېیم انځور:
درېیم انځور هم پخوانی دی. دا انځور د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې خپور شوی دی. په دې فېسبوک پوسټ کې ویل شوي چې د پاکستان یوه کشفي الوتکه د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوې ده.
فاکت کرېسېندو دا ادعا نشي تاییدولای.

په هر حال، له دغو پلټنو څخه څرګندیږي چې دا انځورونه پخواني دي او په دې وروستیو کې د پاکستان کومه بې پیلوټه الوتکه د طالبانو له خوا نه ده را غورځول شوې.
پایله
په دې وروستیو کې د پاکستان کومه کشفي الوتکه د طالبانو له خوا په کونړ کې نه ده ویشتل شوې. په دې تړاو دا انځورونه پخواني دي.

سرلیک: دا بې پیلوټه الوتکه په کونړ کې د طالبانو له خوا نه ده ویشتل شوې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False