د اکتوبر میاشتې په ۳مه نېته کابل کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې شل اوریزه لوبو لوبډلمشر او مشهور نړیوال لوبغاړي راشد خان د واده مراسم ترسره شول. د واده دغه مراسم د کابل په امپریال کانتیننټال په نوم لوی او عصري هوټل کې نیول شوي، چې د راشد خان په بلنه دې واده ته ګن شمېر خلک راغلي وو. د نوموړي د واده په اړه په ټولنیزو رسنیو کې بېلا بېلې خبرې او ادعاوې کېدلې، چې په همدې لړ کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د راشد خان له نوم څخه په ګټې اخېستنې یو پوسټ ایډیټ یا جوړ کړی، چې په هغې کې بد (غیر اخلاقي) الفاظ ځای پر ځای شوي. د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو دغه پوسټ د سکرین شاټ په بڼه نشر کړی او بېلا بېلې څرکندونې یې ورسره لیکلي دي. د راشد خان تر نوم لاندې دغه سکرین شاټ ته خلکو هم بېلا بېل غبرګونونه ښودلي، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو دغه سکرین شاټ ته داسې ګومان کړی، چې ګواکې رېښتیا دې هم راشد خان داسې نامناسب الفاظ کاروولي وي، په داسې حال کې چې د راشد خان تر نوم لاندې د پوست دغه سکرین شاټ په راشد خان پورې هیڅ تړاو نلري او نه هم په سکرین شاټ کې ښکاریدونکي الفاظ د راشد خان له شخصیت سره ښایي.

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په خپلو پوسټونو کې له دې جعلي یا ایډیټ شوي سکرین شاټ سره بېلا بېلې څرګندوونې لیکلي:

د Wahid Azimi په نوم یو فیسبوک کاروونکي لیکلي، له راشد خان څخه مو دا تمه نه وه، چې دا ډول الفاظ وکاروي.



د Cricket Afghanistan په نوم فسبوک کاروونکي همدا سکرین شاټ پوسټ کړی او ورسره لیکلي، چې راشد خان بې دعوت خلکو ته غوسه دی.



د Shawkat Ali په نوم یو بل د فیسبوک کاروونکي له دې سکرین شاټ سره افسوس ښکاره کړی او لیکلي یي دي «اخ راشده». کوم چې د خفګان یا خفه کېدو څرګندوونه ده.



په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، د راشد له نوم سره خپور شوی د فیسبوک پوسټ سکرین شاټ، چې په هغې کې بد او غیر اخلاقي الفاظ لیکل شوي، ایډیت شوی او جعلي دی او په راشد خان پوري هیڅ تړاو نلري او نه هم دغه ډول پوست کول او غیر اخلاقي الفلظ کاروول د راشد خان له شخصیت او بګراونډ سره ښایي.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د پوسټ د سکرین شاټ، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پوسټونه او د واده تاریخونه سره مقایسه کړل، بیا په ښکاره ډول هغه الفاظ چې د راشد خان په نوم د پوسټ سکرین شاټ کې ښکاري، د هغه له شخصیت سره هیڅ مناسبت نه مومي او په پای کې موږ د هغه د سوشل میډیا اکونټونو څخه هم لېدنه وکړه، که څه هم د دې هیڅ امکان نشته چې ګواکې راشد خان دې دا ډول پوست وکړي.

تاسې کولی شئ د راشد خان له لاندې ټولو سوشل میډیا اکونټونو څخه لېدنه وکړئ او هغه سکرول کړئ.

د راشد خان د فیسبوک اکونټ:


د راشد خان انسټاګرام اکونټ


او که تاسې لېوالتیا لرئ، په کابل کې د راشد خان د واده مراسم وګورئ نو د امپیریال کانټیننټال له انسټاګرام اکونت څخه یې لاندې کتلی شئ:


پایله:

د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، د راشد له نوم سره خپور شوی د فیسبوک پوسټ سکرین شاټ، چې په هغې کې بد او غیر اخلاقي الفاظ لیکل شوي، ایډیت شوی او جعلي دی او په راشد خان پوري هیڅ تړاو نلري او نه هم دغه ډول پوست کول او غیر اخلاقي الفلظ کاروول د راشد خان له شخصیت او بګراونډ سره ښایي.

یادوونه: ایا د فکټ کریسنډو دغې سټوري، کوم انځور، ویډیو، یا ادعا ډیلیټ شوې ده؟ موږ یې سکرین شاټونه ارشیف کړي دي چې (دلته) یې پیدا کولی شئ.


Claim Review :   راشد خان د خپل واده بې دعوته خلکو ته بد الفاظ کاروولي.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  ALTERED