په دې ویډیو کې کریسټیانو رونالډو رېښتیا هم یو پښتون سره غاړه په غاړه روغبړ کړی؟

False International

په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک او انسټاګرام) کې یوه ویډیو چې هغې کې ښکاري کریسټیانو رونالډو یو بل کس ته غاړه ورکوي او هغه بل کس ظاهراً پښتون ښکاري، لاس په لاس کیږي. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د دې ویډیو سره ادعا کړې، چې ګواکې رونالډو یو پښټون سره غاړه په غاړه روغبړ کړی. دا چې رېښتیا څه دي، فکټ کریسنډو یې درته په دې کتنه کې څرګندوي!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له لوري د شوې ادعا پوسټونو څو بېلګې په لاندې ډول مشاهده کړئ:

دوی له دې ویډیو سره لیکلي، چې «رونالډو د پښتون پر وړاندې»، چې د دوی مانا دا ده، چې ګواکې ویډیو کې رونالډو یو پښتون ته غاړه ورکړې او په ډېر احترام یې ورسره روغبړ کړی.

Archive + Facebook Post

Archive + Instagram Post

رېښتیا څه دي؟

هغه ویډیو چې رونالډو پکې یو کس سره غاړه په غاړه روغبر کړی او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې نوموړی کس یو پښتون دی، حقیقت نلري. په دې ویډیو کې رونالډو اصلاً یو امریکایی مسلکي سوک وهونکي (ریان ګارسیا) سره روغبړ کړی، نه له کوم پښټون سره. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا مطلق دروغ ده؟

موږ لومړی د ویډیو یو سکرین شاټ په ګوګل ایمیج لټون کې سرچ کړ، چې د سکرین شاټ اړوند ډېرې منبع مو ترلاسه کړې. موږ وموندل چې رونالډو اصلاً دغه ویډیو کې له ریان ګارسیا سره روغبړ کړی. بیا موږ د ریان ګارسیا رسمي ټولنیز اکونټونه سکرول کړل او اصلي ویډیو مو ترلاسه کړه.

ریان ګارسیا، چې یو مسلکي سوک وهونکی دی، په خپل ټویټر یې همدا ویډیو اپلوډ کړې، چې تاسې یې مشاهده کولی شئ:

Archive

همدا راز نوموړي یاده ویډیو له خپل انسټاګرام اکونټ څخه هم پوسټ کړې، چې تاسې یې کتلی شئ:

Archive

او د دې سربېره همدا ویډ‌یو تاسې د TNT SPORT له رسمي‌ ټویټر اکونټ څخه هم کتلی شئ، چې هلته دوی د ریان ګارسیا نوم ذکر کړی دی.

Archive

پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې دغه ویډیو کې رونالډو کوم پښتون سره نه، بلکې له یو امریکایی مسلکي سوک وهونکي (ریان ګارسیا) سره روغبړ کړی.

Avatar

Title:په دې ویډیو کې کریسټیانو رونالډو رېښتیا هم یو پښتون سره غاړه په غاړه روغبړ کړی؟

Written By: Fact Crescendo Team  

Result: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *