
د ۲۰۲۵ کال تېرې سپټمبر میاشتې په ۷مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د افغانستان د کرېکټ ځانګړي مینوال (Super Fan) او د ټولنیزو رسنیو فعال رحیم صدیقي یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې نوموړی په دبۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې دغه ادعا حقیقت نلري او رحیم صدیقي لا هم ژوندی دی.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو همدا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي: «رحیم صدیقي دبۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی…».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. رحیم صدیقي لا هم ژوندی دی او تازه یې له خپل ټیکټاک اکونټ څخه ویډیو ګانې هم پوسټ کړي دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور د یوې ویډیو څخه سکرین شاټ شوی دی او همدا کله مو چې د رحیم صدیقي اکونټ سکرول کړ، نو په همدې روانه ډیسمبر میاشت کې هم له خپل اکونټ څخه ویډیو ګانې اپلوډ کړي دي، په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا د تېرې سپټمبر میاشت کې شوې ده.
تر ټولو لومړی موږ همهغه ویډیو پیدا کړه، چې رحیم صدیقي له خپلو ملګرو سره د ساعتیرۍ په ډول جوړه کړې او ویډیو کې ښکاري چې نوموړی ناروغ وي. د رحیم صدیقي ملګري ودان خوستي له دغې ویډیو سره لیکلي «واووووو رحیم صدیقي مریض ده…». د ټولنیزو رسنیو کاروونکو اصلاً د همدې ویډیو څخه سکرین شاټ اخیستی او د دروغو ادعا سره یې خپور کړی دی.
تاسې کولی شئ لاندې همغه ویډیو مشاهده کړئ، چې رحیم صدیقي پکې ځان ناروغ او یا مړ غوندې ښایي.
همدا څېر موږ د رحیم صدیقي رسمي ټکټاک اکونټ، چې ۱.۷ میلیون فالورز لري، چیک کړ او ومولېدل چې نوموړي تازه ځیني ویډیو ګانې هم اپلوډ کړي دي. تاسې کولی شئ د رحیم صدیقي ټکټاک اکونټ څخه لېدنه وکړئ او تازه ویډیو ګانې یې وګورئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. رحیم صدیقي لا هم ژوندی دی او تازه یې له خپل ټیکټاک اکونټ څخه ویډیو ګانې هم پوسټ کړي دي.
ایا د افغانستان د کرېکټ (Super Fan) رحیم صدیقي رېښتیا یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

