
د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط راهیسې د طالبانو د ظلم او شکنجې یو شمېر وېډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.
په دې لړ کې یو شمېر ناسم خبرونه هم په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي. په دې وروستیو کې یو انځور خپور شوی چې ادعا شوې ګواکې یو کس د هزاره قوم اړوند د طالبانو له خوا په دار ځړول شوی دی.
خو زمونږ موندنې ښيي چې دا کس په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په تخار کې د ځان وژنې هڅه کړې وه او انځور اوسنی نه دی.
تاسو کولی شئ چې لاندې تویت وګورئ:

په یو تویت کې راغلي: « طالبانو د هزاره د قوم اړوند یو سړی د هغه زوی تر مخ په دار ځړولی دی. د هزاره ګانو وژنه له ۱۹ پېړۍ راهیسې روانه ده».
حقیقت موندنه
مونږ د ادعا او شریک شوي عکس په تړاو په ګوګل کې پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مالومه شوه چې دا عکس د هغه کس پورې اړه لري چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د تخار په ولایت کې د ځان وژنې هڅه کړې وه.
دا کس د دولت د نه پاملرنې له امله خپل ځان د تخار ولایت دفتر مخې ته ځړولی وو. دا کس هغه مهال ادعا کړې وه چې ګواکې یو شمېر کسان په تخار کې د ده ځمکه نیولې ده.
په راپور کې راغلي چې دا کس شاه محمود نومیږي چې د ځایي خلک له خوا یې د ځان وژنې مخه نیولې وه.
تاسو کولی شئ چې د «بي بي سي» لاندې راپور وګورئ:


له بلې خوا په دې اړه کولی شئ چې د آزادۍ راډیو دا وېډیو وګورئ:
د نورو مالوماتو لپاره کولی شئ چې لاندې لېنکونو ته ورشئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې دا کس د طالبانو له خوا په دار نه دی ځړول شوی. دا سړي څو کاله وړاندې په تخار ولایت کې د ځان وژنې هڅه کړې وه.

سرلیک: د هغه سړی انځور چې د ځان وژنې هڅه یې کړې وه داسې خپور شوی چې ګواکې طالبان یو هزاره کس اعداموي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False