د پاکستان-هند جګړې یو میزایل ویډیو د افغانستان-پاکستان وروستۍ جګړې په تړاو خپره شوې ده.

False International

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ فرضي کرښه امنیتي وضیعت لا هم کړکېچن دی. د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو په دې لړ کې د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د میزایل د فایر کېدو د صحنې یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګني دغه میزایل افغانستان تازه ازمایلی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ او غولوونکې ده.

دا چې حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له خپرې شوې ویډیو سره د دفاع وزارت څخه د نقل قول په توګه لیکلي: «د خپل لومړي 400 کیلو متره لېرې واټن وېشتونکي توغندي آزموینه مو په بریاليتوب سره ترسره کړه». 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د فایر شوي میزایل هغه ویډیو چې له یادې ادعا سره خپره شوې ده، د افغانستان وزارت پورې اړه نلري، بلکې دا ویډیو د هند-پاکستان هغې جګړې ده، چې د همدې ۲۰۲۵ کال می میاشتې کې دواړو هېوادونو پر یو بل هوایي بریدونه وکړل.

موږ ولې وایو، چې دغه ویډیو د افغانستان دفاع وزارت پورې تړاو نلري، بلکې د هند-پاکستان د وروستۍ جګړې د وخت ده؟

موږ لومړی د افغانستان د دفاع وزارت ویبسایټ او ټویټر سکرول کړل، تر څو وګورو چې ایا د ملي دفاع وزارت د توغندیو د ازمایلو کوم خبر یا اعلامیه خپره کړې او کنه.

موږ هلته د ملي دفاع وزارت په ایکس او ویبسایټ + د توغندیو د ازمایلو په اړه کوم خبر پیدا نکړ.

د دفاع وزارت په رسمي ویبپاڼه کې وروستی خبر تر (د ستر درستیز توپچي ریاست له لوري د 9P140 اوراګان دستګاه له زده کړو څخه ۲۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول) عنوان لاندې وو، چې د اکتوبر په ۱۴مه خپور شوی وو. دا په دې مانا، چې د توغندیو د ازمایلو په اړه کوم څه تر دا مهاله ندي ویل شوي او په ټولنیزو رسنیو کې ادعا دروغ ده. تاسې په لاندې انځور کې د دفاع وزارت وروستي خپاره شويو خبرونو عنوانونه کتلی شئ:

ارشیف

بیا موږ د خپرې شوې ویډیو څو منظم سکرین شاټونه ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل، چې لاندې پایلې او ثبوتونه په لاس راغلل، کوم چې ښیي په ویډیو کې فایر شوی توغندی د پاکستان اړوند دی او له هند سره یې د خپلې وروستۍ جګړې پر مهال کاروولی دی. 

د پاکستان مشهور خبري چینل د همدې توغندي د ویډیو یو انځور له دې عنوان سره خپور کړی، چې لیکلي یې دي، پاکستان د هند هوایي اډو باندې د “تیز رفتار” میزایلو برید کړی … 

ارشیف

د ازربایجان خبري رسنۍ هم همدا انځور خپور کړی او منبع یې جیو نیوز یاده کړې او د خبر عنوان کې یې لیکلي: پاکستان د هند پر ضد ‘عملیات بنیان المرصوص’ پيل کړي دي۔

ارشیف

د CGTN ټلویزیون رسمي یوټیوب چینل باندې د دې میزایل ویډیو شته، چې دوی ورسره لیکلي: پاکستان د هند د پاروونکو اقداماتو پر ضد یرغلې عملیات پيل کړي دي۔ 

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د فایر شوي میزایل هغه ویډیو چې له یادې ادعا سره خپره شوې ده، د افغانستان وزارت پورې اړه نلري، بلکې دا ویډیو د هند-پاکستان هغې جګړې ده، چې د همدې ۲۰۲۵ کال می میاشتې کې دواړو هېوادونو پر یو بل هوایي بریدونه وکړل.

Avatar

د پاکستان-هند جګړې یو میزایل ویډیو د افغانستان-پاکستان وروستۍ جګړې په تړاو خپره شوې ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *