په شارجه کې د استوګنې برج د اور لګېدو پخوانۍ ویډیو د دوبۍ په تجارتی مرکز باندې د ایران د وروستي برید په توګه په غلط ډول شریکه شوه.

False International

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې په اور کې ډوبه یوه لوړ پوړیزه ودانۍ ښیي، او ادعا کیږي چې دا د دوبۍ ستر تجارتی مرکز ښیي چې د ایران لخوا په نښه شوی دی. دا ویډیو د سیمه ایزو کړکیچونو د زیاتیدو په منځ کې راڅرګنده شوه، چې په کې د امریکا او اسراییل لخوا په ایران باندې همغږي بریدونه، او همدارنګه په ټول منځني ختیځ کې د ایران د ډرون او توغندیو غچ اخیستل شامل دي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

 ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې ګواکې ایران یو ځل بیا د دوبی پر ستر تجارتی مرکز برید وکړ.

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ او بې بنسټه دي ویروسي ویډیو پخوانۍ ده او په حقیقت کې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د استوګنې په یوه برج کې اور لګېدلی ښيي. دا په ټولنیزو رسنیو کې په غلط ډول د دوبۍ په سوداګریز مرکز باندې د ایران د وروستي برید د فوٹیج په توګه شریکه شوې ده.

د حقیقت معاینه

موږ خپله پلټنه په ګوګل کې د کلیمې او ریورس عکس لټون سره پیل کړه او پایلې موږ د عرب نیوز لخوا د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې خپور شوي خبر راپور ته ورسولې. د راپور له مخې، دوبۍ ته نږدې د اماراتو په شارجه ښار کې په یوه اسمانڅکې ودانۍ کې اور لګېدلی دی.

دا ویډیو د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه د متحده عربي اماراتو د شارجې په ال خان سیمه کې په یوه لوړ پوړیزه ودانۍ کې د اور لګېدو ښکارندویي کوي. په ټولیزه توګه ۱۹ کسان د لوګي د تنفس له امله درملنه شوي او ۲۵۰ کورنۍ د اور له امله اغیزمنې شوې.

YouTube Video 

مخ په وړاندې تګ موږ ورته توضیحات او عکس د ګیټي امیجز په ویب پاڼه کې هم وموند. په کیپشن کې راغلي، “د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه د متحده عربي اماراتو د شارجه ښار مرکز ته نږدې د پاچا فیصل سړک کې د استوګنې په یوه برج کې اور ولګېد. د اماراتي چارواکو په وینا، د اور وژنې کارکونکي وتوانېدل چې اور مړ کړي او د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی”.

Archived Link 

همدارنګه، تاسو کولی شئ د مارچ په ۲۰۲۶ کې زموږ د انګلیسي حقیقت چک ټیم لخوا د ورته ویډیو سره د ادعا یو بل فکټ چیک وګورئ.

Fact Crescendo English  

پایله

له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ او بې بنسټه دي ویروسي ویډیو پخوانۍ ده او په حقیقت کې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د استوګنې په یوه برج کې اور لګېدلی ښيي. دا په ټولنیزو رسنیو کې په غلط ډول د دوبۍ په سوداګریز مرکز باندې د ایران د وروستي برید د فوٹیج په توګه شریکه شوې ده.

Avatar

په شارجه کې د استوګنې برج د اور لګېدو پخوانۍ ویډیو د دوبۍ په تجارتی مرکز باندې د ایران د وروستي برید په توګه په غلط ډول شریکه شوه. : سرلیک

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *