
د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان د سمنګان ولایت د ایبک ښار په مرکز کې د جوی زنده جومات کې چاودنه شوې ده.
خو، د ټولنیزو رسنیو (فېسبوک) ځینو کاروونکو سمنګان کې پر جومات باندې شوې وروستي چاودنې په تړاو او پخواني او بې تړاو انځور شریک شوي دې.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

د فیسبوک کاروونکی ليکي:
“سمنګان ولايت کی یو مسجد کی جمعی لمانځه کی چاودنه شوی.
مونږ سره اوسۍ نور معلومات وروسته درکوو.”
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې په سمنګان ولايت کي په پر جومات باندې شوې وروستي چاودنې په تړاو يو پخواني او غير تړاو انځور شويک شوي.
د حقیقت معاینه
موږ لومړی په انټرنیټ کې د کلیدي کلمو لټون وکړ ترڅو د ټولنیزو رسنیو د هغو ادعاوو ریښتیني والی ومومو چې ايا رښتيا په سمنګان کې داسې کومه چاودنه وشوه.
د رسنيو راپورونو له مخې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې دوو کسانو د “شخصي شخړې” له امله د لمانځه پر مهال په جومات کې لاسي بم وغورځاوه.
د نورو څېړنو لپاره، موږ په شریک شوي انځور کې د ګوګل ریورس امیج سرچ تطبیق کړ او وموندله چې شریک شوی انځور زوړ دی او د آوا پریس نیوز لخوا د خپرې شوې مقالې له مخې، دا انځور په ۲۰۱۷ کال کې د کابل په زمان جومات کې د ځانمرګي برید وروسته اخیستل شوی.

پایله
له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ناسمې دي او په سمنګان ولايت کي په پر جومات باندې شوې وروستي چاودنې په تړاو يو پخواني او غير تړاو انځور شويک شوي.

سرلیک: پخوانی انځور د د سمنګان ولایت په جومات کې د وروستۍ چاودنې په تړاو شریک شوی دی.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading