
پر فیسبوک باندې یوه پوسټ کې ادعا شوې چې د کشمیر پر پوله د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې ده. له دې ادعا سره یو ځای ځیني عکسونه هم شریک شوي دي.
زمونږ موندنې ښيي چې په دې وروستیو کې د پاکستان او هندي ځواکونو تر منځ کومه نښته نه ده را منځ ته شوې او دا عکسونه پخواني دي.
ادعا؛
په فېسبوک کې یو شمېر عکسونه خپاره شوي چې ادعا شوې ګواکې د کشمیر پر پوله باندې د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه را منځ ته شوې ده.
دا فېسبوک پوسټ څو ځله له نورو سره هم شریک شوی دی.
تاسو کولی شئ دا فېسبوک پوسټ لاندې وګورئ:
راشئ چې د دې ادعا په تړاو پر حقیقت باندې پوه شو چې رښتیا څه ده؟
حقیقت موندنه
د ادعا او عکسونو په اړه د حقیقت موندلو لپاره، موږ په شریک شویو عکسونو باندې د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. د پلټنو پر مهال مو وموندله چې دا عکسونه پخواني دي او د کشمیر په پوله کې د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ د کومې وروستۍ نښتې پورې تړاو نه لري.
همدا رنګه مو د ادعا په اړه د کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه تر څو پوه شو چې ایا په دې اړه کوم خبر خپور شوی دی او که نه.
د پلټنو په پایله کې مونږ په دې اړه هېڅ کوم خبر یا راپور ونه مونده.
لومړی عکس:
لومړی عکس د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ میاشت پورې اړه لري چې هندي الوتکې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د جیش محمد ترهګرې ډلې پر کمپ باندې بمبار کوي.
دا پېښه د هند په پلواما کې د خونړۍ برید په غبرګون کې شوی وو چې هغه مهال هند پاکستان یې د دې برید له امله تورن کړی وو.
د نورو مالوماتو لپاره تاسو کولی شئ لاندې لینکونه وګورئ:
د پلواما د برید په اړه د نورو مالوماتو لپاره دا لېنکونه وګورئ:
دوهم عکس:
دوهم عکس د امریکا جنګي الوتکو پورې اړه لري. دا الوتکې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د جنورۍ په ۱۷مه پر عراقي ځواکونو او نظامي تجهیزاتو باندې بمبار کړی وو. هغه مهال د صدام حسین په مشرۍ کویټ نیول شوی وو. د امریکایي ځواکونو د بمبار موخه له کویټ څخه د عراقي ځواکونو شړل وو.
دا عملیات د «ډیزرټ سټروم» یا د دښتې توپان په نوم یاد شوی وو.
د نورو جزیاتو لپاره تاسو کولی شئ لاندې لینکونو ته مراجعه وکړئ:
د د ښتې توپان عملیات او په کویټ کې پر عراقي ځواکونو د یرغل نورو مالوماتو لپاره لاندې لېنکونه وګورئ:
Operation Desert Storm Archive
Iraq invasion of Kuwait Archive
درېیم عکس:
درېیم عکس د پخواني شوروي اتحاد اړوند یو راکټ پورې اړه لري. دا راکټ کولای شي چې له ۲۰ څخه تر ۹۰ کیلومترو پورې وتوغول شي.
د نورو جزیاتو لپاره، لاندې لینکونو ته مراجعه وکړئ:
پایله;
له پورتنیو پلټنو څخه څرګنده شوه چې دا انځورونه پخواني دي. دا عکسونه په کشمیر کې د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ د کومې وروستۍ نښتې پورې اړه نه لري.
په دې وروستیو کې د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ په کشمیر کې کومه نښته نه ده را منځ ته شوې.

سرلیک: د کشمیر پر پوله د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه نه ده.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Partly False