
په ټولنیزو رسنیو کې دوه عکسونه شریک شوي چې ادعا کوي په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ایران سفارت مخې ته چاودنه شوې ده.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي: «نن ماسپیښن 2 دوه بجی دایران سفارت مخی ته چاودنه شوی چی په دی چاودنه کی دایران ځواکونوته سخت مرک ژوبله اوښتی».
د فاکټ کریسینډو موندنې ښیې چې د فیسبوک ادعا ناسمه ده او شریک شوي عکسونه پخواني دي.
حقیقت موندنه
د اصلي حقیقت موندلو لپاره موږ په شریک شويو عکسونو باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس پخوانی دی او په دې وروستیو کې د ایران سفارت مخې ته کومه چاودنه نه ده شوې.
عکس ۱:

لومړی عکس پخواني دی او څو ځله په مختلفو ویب پاڼو کې خپور شوی دی. عکس په افغانستان کې د ایران د سفارت پورې تړاو لري.


عکس ۲:

دوهم عکس هم د ایران سفارت ته څېرمه د کومې وروستۍ چاودنې پورې تړاو نه لري. ورته عکس پخواني دی او د هغې چاودنې پورې تړاو لري چې په ۲۰۲۲ کال کې د جنورۍ په ۱۳ د دغه سفارت مخې ته را منځ ته شوې وه.

پژواک هم د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۱۳مه د پېښې په اړه راپور خپور کړی وو.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینکونو ته تللی شئ:
مونږ په دې اړه د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. خو داسې کوم خبر مو ونه مونده چې په دې وروستیو کې د ایران سفارت مخې ته د چاودنې پېښه تایید کړي.
نو له دې امله څرګندیږي چې د ایران سفارت مخې ته د چاودنې دا انځور اوسنی نه دی.
پایله
له پورتنیو پلټنو څخه څرګنده شوه چې د فیسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده. په افغانستان کې د ایران سفارت ته څېرمه د چاودنې له ادعا سره پخواني انځورونه کارول شوي دي. په دې وروستیو کې داسې کومه چاودنه د ایران سفارت مخې ته نه ده شوې.

سرلیک: په ایران کې د افغان کډوالو تر زورونې وروسته د دغه هېواد د سفارت مخې ته د چاودنې ادعا؛ خو عکسونه پخواني دي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False