پخواني انځورونه په افغانستان کې  وروستیو پاکستاني هوايي بریدونو په غلط ادعا شریک شوي.

False International

د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) ځینو کاروونکو په افغانستان  کې د وروستیو پاکستاني هوايي بریدونو په  دروغجنو ادعاوو سره پخواني او غیر اړونده انځورونه شریک کړي دي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

 ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې ګواکې پاکستان په افغانستان کې بل هوايي برید تر سره کړ. 

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ او بې بنسټه دي ځکه چې پخواني انځورونه په افغانستان کې د پاکستاني ځواکونو د وروستیو هوایي بریدونو په توګه په غلط ډول شریک شوي دي او د دې وروستۍ پیښې په اړه هیڅ مستند رسنۍ راپور نشته.

د حقیقت معاینه

پر ټولنيزو رسنيو (فيسبوک) لخوا پاکستان لخوا په افغانستان کې داسې کومې هوايي حملو د ادعاوو تر شا د حقیقت موندلو لپاره،  موږ لومړی مستند رسنيو راپورونو لټون وکړ ترڅو په   افغنستان کې  داسې کوم پاکستاني هوايي حملې په اړه د مستند رسنیو راپورونو په اړه معلومات ترلاسه کړو لکه چې ادعا د ذکر په نیټه شریکه شوې وه. خو داسې کومې پېښې په اړه هيڅ مستند رسنيو راپورونه نشته. 

د نورو څېړنو لپاره موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي انځورونو باندې د ګوګل ریورس امیج سرچ تطبیق کړ او وموندله چې شریک شوي انځورونه پخواني دي او پاکستان لخوا  د افغانستان په کوم ځای کې د کومې وروستۍ هوايي برید پېښې څخه نه دي.

لومړی انځور 

د شریک شویو انځورونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ په لومړي انځور کې د ګوګل ریورس انځور لټون تطبیق کړ او وموندله چې شریک شوی عکس څو کاله زوړ دی. ورته عکس د IBCI لبنان نیوز رسمي x (رسمي ټویټر) پاڼې لخوا د ۲۰۲۴م کال د جون په ۲۴مه نېټه  شریک شوی و. د پوسټ له مخې، عکس د لبنان په طیونح  ښار کې د عساف کیفې ته نږدې د چاودنې سره تړاو درلود.

X  Archived Link  

تاسو کولی شئ د پیښې په اړه نور معلومات دلته د خبر لینک څخه وګورئ:

Times of Israel  Archived Link

دوهم انځور 

د ګوګل له لارې د دوهم انځور د لټون په کارولو سره، موږ وموندله چې دوهم انځور هم زوړ دی او د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۶مه د شفق نیوز لخوا په یوه خبر مقاله کې د لتاکیا په کلیوالي سیمو کې د سوریې د پوځ په یوه ځای د اسراییلو د مشکوک برید د خبر سره یوځای خپور شو.

Shafaq News Archived Link  

پایله

له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. پخواني انځورونه په افغانستان کې د پاکستاني ځواکونو د وروستیو هوایي بریدونو په توګه په غلط ډول شریک شوي دي او د دې وروستۍ پیښې په اړه هیڅ مستند رسنۍ راپور نشته.

 کلیدي کلمې:

افغانستان، پاکستان، شخړه، لبنان.

Avatar

پخواني انځورونه په افغانستان کې وروستیو پاکستاني هوايي بریدونو په غلط ادعا شریک شوي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *