د افغانستان په کونړ ولایت کې پاکستاني هوايي برید په جعلي ادعا پخواني انځورونه شریک شوي.

False International

د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) ځینو کاروونکو د افغانستان په کونړ ولایت کې وروستیو  پاکستاني   هوايي بریدونو په اړه د دروغجنو ادعاوو سره پخواني او غیر اړونده انځورونه شریک کړي دي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

فېسبوک پوست  ارشيف لینک 

 ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې ګواکې په کونړ کې پاکستان لخوا الوتکو حمله وشوه. 

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ او بې بنسټه دي ځکه چې پخواني انځورونه په کونړ ولایت کې د پاکستاني ځواکونو د وروستیو هوایي بریدونو په توګه په غلط ډول شریک شوي دي او د دې وروستۍ پیښې په اړه هیڅ مستند رسنۍ راپور نشته.

د حقیقت معاینه

پر ټولنيزو رسنيو (فيسبوک) لخوا پاکستان لخوا د افغانستان په کونړ کې داسې کومې هوايي حملو د ادعاوو تر شا د حقیقت موندلو لپاره،  موږ لومړی مستند رسنيو راپورونو لټون وکړ ترڅو په کونړ  ولایت کې  داسې کوم پاکستاني هوايي حملې په اړه د مستند رسنیو راپورونو په اړه معلومات ترلاسه کړو لکه چې ادعا د ذکر په نیټه شریکه شوې وه. خو داسې کومې پېښې په اړه هيڅ مستند رسنيو راپورونه نشته. 

د نورو څېړنو لپاره موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي انځورونو باندې د ګوګل ریورس امیج سرچ تطبیق کړ او وموندله چې شریک شوي انځورونه پخواني دي او پاکستان لخوا  د افغانستان په کونړ کې د کومې وروستۍ هوايي برید پېښې څخه نه دي.

لومړی انځور 

د شریک شویو انځورونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ په لومړي انځور کې د ګوګل ریورس انځور لټون تطبیق کړ او وموندله چې دا انځور د ځینو خبري ویب پاڼو لخوا د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۳ مه شریک شوی و او د خپرو شویو مقالو له مخې، دا انځور د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۳ مه په افغانستان کې د زلزلې وروسته اخیستل شوی و.

Afintl  Archived Link 

دوهم انځور 

دوهم انځور هم موږ په thebalochistanpost ویبپاڼه کې پیدا کړل، چې د ۲۰۲۵ کال می میاشت کې یې خپور کړی او په عنوان کې یې ورسره لیکلي دي: د بلوچ لبریشن آرمی (BLA) د سوراب ښار کنټرول ادعا کوي.

درېیم انځور:

درېیم انځور، چې د جګړې له امله اور لګېدنه پکې ښکاري، تېرې اکتوبر میاشت کې رسنیو د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د جګړې له خبرونو سره خپور کړی، خو دا په داسې حال کې ده، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بیا ادعا په روانه نومبر میاشت کې کړې ده. 

امو ټلوېزیون همدا انځور د تېرې اکتوبر میاشتې په ۱۲مه یو راپور سره خپور کړی او په عنوان کې یې ورسره لیکلي: پاکستان ادعا کوي چې ۲۰۰ طالبان او د هغوی متحد جنګیالي د سرحدي نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي. 

Archived Link

پایله

له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره وایرل شوی انځور، چې د درې انځورونه ګډه ټولګه ده، پخواني او بې تړاوه دي.

Avatar

سرلیک: د افغانستان په کونړ ولایت کې پاکستاني هوايي برید په جعلي ادعا پخواني انځورونه شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *