پخواني  انځورونه په کابل کې جومات باندې  وروستۍ چاودنې په جعلي ادعا شریک شوي.

False National

د ټولنیزو رسنیو کې ځینې انځورونه له دې ادعا سره  خپاره شوي چې په کابل  کې په یوه جومات کې پر عبادت کوونکو درنه چاودنه شوې ده چې په کې تر سلو زیات کسان ووژل شوي. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

فېسبوک پوست ارشيف لینک 

 ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې په افغنستان پلازمينه کابل کې په یوه جومات کې پر عبادت کوونکو درنه چاودنه شوې ده چې په کې تر ۱۰۰ ژيات کسان ووژل شول.

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې پر ټولنیزو رسنیو په ټولنیزو رسنیو کې  پخواني انځورونه د وروستي چاودنې په جعلي ادعا سره شريک کېږي.

د حقیقت معاینه

 ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شویو عکسونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې ولټوو ترڅو د وروستي چاودنې يا بريد خبر تایید کړي. خو داسې کومې پېښې په اړه کوم رسنۍ راپورونه نشته. 

د نورو پلټنو لپاره، موږ په شریک شوي عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ او وموندله چې ټول شریک شوي عکسونه پخواني دي او کومې  وروستي چاودنې سره تړاو نه لري.

لومړی عکس

ګوګل د ریورس عکس لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې لومړی عکس پخوانی دی او په ۲۰۱۷ کال کې په هرات کې د یوه جومات مخې ته د ماین له چاودنې وروسته اخیستل شوی چې څو کسان پکې ووژل شول. 

VOA  آرشيف لینک

دوهم عکس

د ګوګل د ریورس عکس لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې دویم عکس هم پخوانی دی او په ۲۰۲۲ کال کې د کابل په یوه جومات کې له ځانمرګي برید وروسته اخیستل شوی و.

Archived Link   TRT WORLD

دريم عکس: 

ګوګل د ریورس عکس لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې دریم عکس هم پخوانی دی او د یوې بلې چاودنې وروسته اخیستل شوی چې د ۲۰۱۹ کال  په می کې په کابل کې شوې وه.

لینک ۳ آرشيف لینک

څلورم عکس: 

ورته انځور د ګارډین په نوم ویبپاڼې هم شریک کړی او د خپرې شوې مقالې له مخې دا عکس د لوګر په مرکز پل علم کې د چاودنې له امله لسګونه کسانو ته له وژل کېدو وروسته اخیستل شوی دی.

Guardian  Archived link

Refrl.org Archived Link

 څلورم انځور

د څلورم انځور په اړه د ګوګل ریورس امیج سرچ کولو سره، موږ وموندله چې دا انځور زوړ دی او د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۵مه د امو تلویزیون په نوم د خبري ویب پاڼې لخوا خپور شوی و. د خپرې شوې مقالې له مخې، دا انځور د سپین بولدک په سیمه کې د پاکستاني هوايي برید وروسته اخیستل شوی و.

Amu TV  Archived Link 

Kabul Now Archived Link  

پنځم انځور

زموږ د پلټنو په ترځ کې موږ وموندله  چې شریک شوی عکس په کابل کې شوې کومې وروستي ډرون  بريد څخه نه دی. ورته عکس د ۲۰۱۵  کال د اګست په مياشت کې  د ۱TvnewsAF په نوم د ویب پاڼې لخوا په  خپور شوی و.  د خپرې شوې مقالې له مخې ورته عکس په کابل کې شوې يو پخواني ځانمرګي برید پېښې څخه و. 

X  Archived Link  

پایله

له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې په فیسبوک کې په کابل  کې پر جومات وروستي چاودنې ادعاوو په جعلي ادعا سره  پخواني انځورونه شریک شوي دي.  دغه راز په کابل کې د يادې شوې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويل شوي.

 کلیدي کلمې:

کابل، پکتيا، جومات، چاودنه، لوګر..

Avatar

پخواني انځورونه په کابل کې جومات باندې وروستۍ چاودنې په جعلي ادعا شریک شوي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *