
د سپټمبر په ۱۸مه د فیسبوک یو شمیر کاروونکو له دې ادعا سره چې ګواګې په کندهار کې د امریکایي ځواکونو له لوري هوایي بریدونه شوي دي، پخواني انځورونه هم خپاره کړي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې کندهار کې امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه ندي کړي.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک کاروونکو ادعا وګورئ:

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له لوري په پورته پوسټ کې ادعا دا ده، چې د څو شیبی وړاندی کندهار ولايت، مقام باندې امریکایی ډرون الوتکی یوځل بريد کړي.
په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ځواکونو الوتکې لخوا کندهار ولایت کې هوایي بریدونه شوي، دروغ دي او ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني او بې تړاوه دي.
ستاسې د پوهاوي لپاره باید یادوونه وکړو، چې دغه ډول غیر حقیقي او د دروغو ادعاوې او انځورونو خپرول د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر ډېره د خپل لایک او کمنټس لپاره او همدا راز د خلکو د خطا ویستلو لپاره کوي.
د حقیقت معاینه:
د فیسبوک کاروونکي لخوا د ادعا د تایید لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې وپلټلې، ترڅو معلومه کړو چې په کندهار کې رېښتیا هم داسې کومه پېښه رامنځته شوې ده او کنه. بیا مونږ د شوې ادعا سره پر خپاره شويو انځورو د ګوګل ایمیج شرچ پلی کړ، چې اصلاً نه هم موږ په کندهار ولایت کې د داسې کومې پېښې په اړه د رسنیو راپور پیدا کړ او نه هم دغه خپاره شوي انځورونه اوسني دي.
د انځورونو په اړه لاندې ولولئ او وګورئ:
لومړی انځور
د شریک شوي انځور په اړه د ګوګل ریورس لټون په کارولو سره، موږ وموندله چې شریک شوی انځور زوړ دی او د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۷ مه د خامه پریس په نوم د خبري ویب پاڼې لخوا شریک شوی و، دا انځور هغه وخت اخیستل شوی و چې د کابل په موټر بم چاودنه کې ۱۸ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ څخه ډیر ټپیان شول.

دوهم انځور
د ګوګل ریورس امیج سرچ په کارولو سره په دوهم عکس کې وموندل شو او هغه عکس هم زوړ دی او په کابل کې د ۲۰۱۸ کال د می په میاشت کې د یوې مرګونې موټر چاودنې وروسته اخیستل شوی و.

پایله
له همدې امله، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکې د امریکایي ځواکونو الوتکې لخوا کندهار ولایت کې هوایي بریدونه شوي، دروغ دي او ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني او بې تړاوه دي.
کلیدي کلمې:
هوایي برید، کندهار، افغانستان

کندهار کې هوایي بریدونو دروغ او ادعا سره پخواني انځورونه خپاره شوي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False