
د ۲۰۲۳ کال ۷م اکتوبر پېښې وروسته اسراییلو پر غذې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، چې د حماس ډلې د مشرانو په ګډون یې ګڼ شمېر وګړي په نښه کړل. په دې لړ کې ډېر زیات داسې مالومات او کنټینټ له غیر حقیقي ادعاوو سره خپاره شول. اوس تازه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو مخکینی انځور د حماس او اسراییلو د جګړې له تازه ازقامو سره خپور کړی.
تاسې کولی شئ، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له ادعاوو یې یوه بېلګه وګورئ:

په هرصورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې د حماس او اسراییلو د جګړې په اړه ارقام او راپورونه درست دي، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو له لوري د دغو ارقامو سره خپور شوی انځور پخوانی دی.
د څېړنې میتود:
موږ لومړی د اسراییلو او حماس د جګړې په تړاو کلیدي توري وپلټل، تر څو په دې اړه وروستيارقام پیدا کړو، بیا موږ همدا راز پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او ومو موندله، چې دا انځور د 2023 کال دی.
د ۲۰۲۳ کال نومبر په 16 د MIDDAY په نوم یوې ویب پاڼې لخوادا انځور د اسرایلو – فلسطین جګړې تر عنوان لاندې شریک شوی.

پایله:
د حماس او اسراییلو د جګړې په اړه ارقام او راپورونه درست دي، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو له لوري د دغو ارقامو سره خپور شوی انځور پخوانی دی.
کلیدي کلمې:
اسراییل، حماس، لبنان، متحده ايالات، ګزه

پخوانی انځور د حماس او اسراییلو د جګړې له تازه مالوماتو سره خپور شوی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Missing Context