
د رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په خادي سیمه کې د شنبې په سهار په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول، چې ۱۹ یې ملکي وګړي وو.
د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په د پاکستان په وزرستان کې وروستي بريد په توګه پخوانی انځور شریک کړی دی.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

د فیسبوک کاروونکی لیکي: ” شمالي وزیرستان: په تازه برید کې 13 پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. پاکستاني رسنۍ وایي، چې د دغه برید مسوولیت د حافظ ګلبهادر ډلې منلی، چې د 13 وژل شویو تر څنګ پکې 10 پوځیان ټپیان شوي دي. دا په شمالي وزیرستان کې په وروستیو کې تر ټولو خونړی برید دی.”
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعا ګمراه کوونکې ده ځکه چې یو زوړ انځور د راجستان په شمالي سیمه کې د وروستۍ چاودنې په اړه شریک شوی چې ګڼ پولیس پکې ووژل شول.
د حقیقت معاینه
موږ لومړی په انټرنیټ کې د کلیمو لپاره لټون وکړه ترڅو معلومه کړو چې ایا داسې کومه پیښه په دې وروستیو کې رامنځته شوې ده او همدارنګه ایا د رسنیو کوم مستند راپورونه شتون لري چې دا تاییدوي.
راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په خادي سیمه کې د شنبې په سهار په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول، چې ۱۹ یې ملکي وګړي وو.

د نورو معلوماتو لپاره، موږ د شریک شوي عکس تر شا حقیقت موندلو لپاره په شریک شوي عکس کې د ګوګل ریورس عکس لټون هم پلي کړ.
شریک شوي انځور د پاکستان په کوټه ښار کې د یو برید پورې تړاو لري.
دا ځانمرګی برید په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په کوټه کې رامنځ ته شوی وو چې هغه مهال پکې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي وو. دا انځور په یوه وېبپاڼه کې له یوه راپور سره خپور شوی وو.

پایله
له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعا ګمراه کوونکې ده ځکه چې یو زوړ انځور د راجستان په شمالي سیمه کې د وروستۍ چاودنې په اړه شریک شوی چې ګڼ پولیس پکې ووژل شول.

Title:پخوانی انځور په شمالي وزيستان پر پاکستاني پولیسو باندې وروستي برید په توګه شریک شوی.
Written By: Fact Crescendo TeamResult: Missing Context