په کندز کې د هوایي بریدونو ادعا دروغ ده او خپاره شوي انځورنه بې تړاوه دي.

False International

د فیسبوک یو شمیر کاروونکو ادعا کړې چې په دې وروستیو کې د افغانستان په کندز ولایت کې هوایي برید لږ تر لږه پنځه کسان وژلي دي.

تاسې کولی شئ، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له ادعا يو پوسټ دلته وګورئ:

د فیسبوک پوسټارشیف لینک

د فېسبوک کارکوونکي ليکي: «تازه، د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې هوايي برید شوی…چې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون د پنځو تنو جسدونه له خاورو رایستل شوي دي».

په هر صورت، د فیکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې په کندوز کې د هوایي برید په تړاو هیڅ کومې رسنې خبر ندی ورکړی او شوې ادعا غیر حقیقي او وروسره خپور شوی انځور بې تړاوه او پخوانی دی.

د حقيقت معاینه:

موږ لومړی د شوې ادعا په تړاو کلیدي توري وپلټل، تر څو معلومه کړو، چې کوم خبر پرې شته او کنه. بیا موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ. خپور شوی انځور پخوانی دی او د له شوې ادعا سره هیڅ تړاو نلري.

دغه انځور د طلوع نیوز لخوا د 2019 کال د جون په 2 نیټه خپور شوی او ورسره لیکل شوي، چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د دې ډلې د یوه مهم قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۲۰ طالب اورپکي ووژل شول.

X  آرشيف لینک

لینک ۲ آرشيف لینک 

 پایله:

له همدې امله په پایله کې ویلی، شو چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري په کندوز ولایت کې د هوایي برید ادعا دروغ او ورسره خپور شوی انځور پخوانی او بې تړاوه دی. 

 کلیدي کلمې:

افغانستان، کندز، هوايي برید، طالبان، امنیتي ځواکونه.

Avatar

په کندز کې د هوایي بریدونو ادعا دروغ ده او خپاره شوي انځورنه بې تړاوه دي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *