
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د الوتکې د سقوط یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې ګواکې دا چې په پاکستان کې غورځېدلې ده.
زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او دا پېښه شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې په امریکا کې شوې وه.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د نومبر په ۲۸مه د امریکا د پوځ د یوې الوتکې انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې دا الوتکه امریکایي پوځیان یې لېږدول چې په پاکستان کې یې سقوط وکړ.
د «مقدسه احمدزي» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «تـازه خـبـر
د امریکا د پوځ د سرتیرو لیږدونکې طیارې C 17 پاکستان کې سقوط کړی چې پکي ۱۵۰ امریکایې پوځيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي ده یادې طیاري له قطر څخه پاکستان ته سرتیري لیږدول چې تر څو افغانستان کې جګړه وکړي.»
حقیقت موندنه
مونږ د دې ادعا په اړه پر نوموړي تصویر د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې د الوتکې د سقوط دا انځور پخوانی دی.
په ‘www.deseret.com’ وېبپاڼه کې په دې اړه یو راپور په ۲۰۰۶ میلادي کال کې خپور شوی دی. په راپور کې راغلي چې د «سي پنځه» (C-5) ډوله نظامي الوتکه په امریکا کې تر پرواز وروسته غورځېدلې ده. د راپور له قوله، هغه مهال په دې الوتکه کې ۱۷ کسان سپاره وو چې هېچا ته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې. په داسې حال کې چې په فېسبوک پسټ کې ۱۵۰ امریکایي سرتیرو ته د مرګ ژوبلې ادعا شوې ده.
له دې راپور څخه مالومیږي چې دا پېښه شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې په امریکا کې را منځ ته شوې وه.
تاسو کولای شئ چې په دې اړه نور مالومات په لاندې لېنک کې ولولئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د الوتکې د غورځېدلو دا انځور پخوانی دی. دا پېښه شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې په امریکا کې را منځ ته شوې وه. له بلې خوا په دې الوتکه کې هغه مهال ۱۷ کسان سپاره وو چې چا ته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

سرلیک: ایا د امریکا د پوځ دا الوتکه په پاکستان کې سقوط کړی؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False