
اسراییل د جمعې په ورځ په ایران باندې یو لوی برید وکړ.
په دې وروستیو کې، د مهر نیوز په نوم د ویب پاڼې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۶مه، ایران په بریالیتوب سره د اسراییلو یوه بله F-35 جنګي الوتکه ویجاړه کړه.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

د ټولنیزو رسنیو پوسټ ادعا کوي ” د ایران هوايي ځواک اړوند اېف-۱۴ #جېټالوتکې د اسر،اییلو اېف-۱۵ جېټالوتکه ویشتلې او لهمنځه وړې ده.”
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کوونکې دي ځکه چې د ایران له خوا د اسراییلي F-15 الوتکې د ویشتل کېدو په توګه یو پخوانی او غیر اړونده انځور شریک شوی دی.
د حقیقت معاینه
د اسراییلو د هوايي ځواک له ۲۰۰ څخه زیاتو جنګي جټ الوتکو په ایران او په نطنز کې د هغه د اصلي اټومي تاسیساتو په اوږدو کې له ۱۰۰ څخه زیات اټومي، پوځي او زیربنایي اهداف په نښه کړل.

د مهر نیوز په نوم د ویب پاڼې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۶مه، ایران په بریالیتوب سره د اسراییلو یوه بله F-35 جنګي الوتکه ویجاړه کړه.

سربېره پردې، موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي عکس باندې د ګوګل ریورس عکس لټون پلي کړ او وموندله چې شریک شوی عکس څو کاله پخوانی دی.
د بزنس انسایډر نیوز ویب پاڼې لخوا د خپرې شوې مقالې له مخې، هغه انځور چې د اسراییلو د هوايي ځواک F-15 الوتکو ښودل شوی چې د ۲۰۱۷م کال د دسمبر ۲۷مه د سویلي اسراییل په هتزیرم هوايي اډه کې د اسراییلي هوايي ځواک د پیلوټانو د فراغت مراسمو کې د هوايي مظاهرې په جریان کې الوتنه کوله.

پایله
نو له همدې امله نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کوونکې دي ځکه چې د ایران له خوا د اسراییلي F-15 الوتکې د ویشتل کېدو په توګه یو پخوانی او غیر اړونده انځور شریک شوی دی.
کلیدي کلمې
اسرائیل، ایران.

ایران له خوا د اسراییلي جیټ الوتکو د ویشتل کېدو په توګه یو پخوانی انځور شریک کېږي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading