
په ټولنیزو رسنیو کې د چاودنې یو پخوانی انځور خپور شوی چې ادعا کوي ګواکې په پاکستان کې د پوځ پر کاروان بمي برید شوی دی.
زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او په پاکستان کې د کومې چاودنې پورې اړه نه لري.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ:

د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي: «که خوشاله یاست تاسی دی قسم وی شیر یی کړی،
زما د اور لمبو ته مه تودیږه،
دیوال شریکه یاره اور به واخلی،
چټلیستان کی په پوځی کاروان فدای برید شوی، لنډه ویډیو یی لاندی شین خط کی ووګوری».
د چټلیستان کلمه ډېری د افغانانو له خوا پاکستان ته کارول کیږي.
حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه.
په پایله کې مو وموندله چې د برید دا انځور پخوانی دی چې د سوریې پورې تړاو لري.
دا انځور د هغه مهال پورې اړه لري چې ۶ کاله وړاندې د سوریې یاغیانو په حلب ښار باندې یې برید وکړ.


موږ مخکې هم په افغانستان او پاکستان کې د روان کړکېچ په اړه ډېرې جعلي ادعاوې څېړلې دي. تاسې کولی شئ چې په لاندې لېنکونو کې ځیني بېلګې وګورئ:
پایله
له پورتنیو څیړنو څخه څرګنده شوه چې شریکه شوې ادعا ناسمه ده. شریک شوی عکس په پاکستان کې د پوځ پر کاروان د کوم برید پورې تړاو نه لري. دا انځور پخوانی دی چې ۶ کاله وړاندې د سوریې یاغیانو برید په حلب ښار باندې ښيي.

سرلیک: د سوریې د برید انځور په پاکستان کې د بم چاودنې په توګه خپور شوی دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False