
ادعا
افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهیسې له یو شمېر ستونزو سره مخ دی. ناوړه اقتصادي حالت او د کار نشتوالی خلک اندېښمن کړي دي.
له دې سره سره د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ د نښتو راپورونه هم ورکول کیږي. خو په ټولنیزو رسنیو کې په دې تړاو یو شمېر ناسم مالومات هم خپریږي.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر پخواني عکسونه خپاره شوي چې ادعا کیږي ګواکې د افغانستان د ۰۳ پخوانۍ قطعې سرتیري کندهار ولایت ته رسیدلي او طالبانو له هغه ځایه څخه تېښته کړې ده.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوې: «صفر 3قطعه چي ټاالب یې د نوم په اوریدلو لړځان راځی
همداشیبه سلګونه ځواکونه د کندهار زیړی ولسوالی ته ورسیدل او ټالب مخکی له مخکی ولسوالی پریښودی وه چي یو څه یې ژوندی تسلیم شول».
خو د فاکټ کرېسینډو موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په دې تړاو شوې ادعا حقیقت نه لري.
حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه.
په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي.
لومړی عکس:


لومړنی عکس د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۳ د ملي امنیت 01 قطعه په نوم پر ټویټر پاڼه خپور شوی دی. په ټویټر پوسټ کې ادعا شوې چې ملي امنیت ځواکونو په کاپیسا ولایت کې ځانګړي عملیات کړي چې په ترڅ کې یې یو شمېر وسله وال طالبان هم وژل شوي وو.
دوهم عکس:


موږ د قول اردو عملیات خاص په نوم په فیسبوک پاڼه کې یو بل عکس وموند چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکټوبر په ۲۸ خپور شوی دی. د فیسبوک په پوسټ کې ادعا شوې وه چې د ځانګړو کمانډو عملیاتو له لارې د کابل کندهار لویه لار بېرته پرانیستل شوه.
درېیم عکس:


دریم عکس هم لږ تر لږه اووه کاله پخوانی دی او د خامه پریس لخوا د پوځي عملیاتو په تړاو خپور شوی دی. دا عکس د پوځي عملیاتو پورې تړاو لري چې په 2015 میلادي کال د جون په میاشت کې تر سره شوی وو.
څلورم عکس:


څلورم عکس د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې د ملټري ټایمز په نوم یوې وېبپاڼې خپور کړی وو. د وېبپاڼې راپور له مخې، هغه مهال طالبانو په کندهار کې د یو شمېر امریکايي وسلو د نیولو ادعا کړې وه.
له همدې امله ټول شریک شوي عکسونه پخواني دي او د فېسوک پسټ ادعا ناسمه ده.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه او بې بنسټه ده ځکه چې په دې تړاو ټول خپاره شوي عکسونه پخواني دي. دا عکسونه په افغانستان کې د کومې وروستۍ پېښې پورې تړاو لري.

سرلیک: د طالبانو په حکومت کې کندهار ته د ۰۳ قطعې ځواکونو د ورتګ خبر بې اساسه دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False