ویډیو کې: دا د کابل کرېکټ لوبغالی نه، بلکې د پېښور ارباب نیاز کرېکټ لوبغالی دی.  

False International

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ارباب نیاز کرېکټ لوبغالي یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګني دا د کابل کرېکټ لوبغالي ویډیو ده، په داسې حال کې، چې د کرېکټ دغه میدان یا سټیډیم په کابل کې نه، بلکې پېښور کې دی.

تاسې کولی شئ، د بېلګې په توګه د ټولنیزو رسنیو یادو کاروونکو ځیني پوسټونه مشاهده کړئ، چې دوی له دې ویډیو سره لیکلي: د کابل کرېکټ سټیډیم.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه ویډیو د کابل کرېکټ لوبغالي نه، بلکې پېښور کې د ارباب نیاز په نوم کرېکټ لوبغالي ویډیو ده، چې د یاد لوبغالي د ترمیم پر مهال ریکارډ شوې ده.

موږ ولې وایو، چې دا لوبغالی د کابل نه، بلکې د پېښور ارباب نیاز کرېکټ لوبعالی دی؟

موږ پر خپور شوي انځور لومړی د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې ځیني شواهد په لاس راغلل. بیا مو د کابل او پېښور ارباب نیاز کرېکټ لوبغالي انځورونه سره مقایسه کړل، چې معلومه شوه، دغه ویډیو د پېښور ده، نه د کابل. 

همدا ویډیو د cricout په نوم انسټګرام کاروونکي ۲۰۲۳ کې خپره کړې او ورسره یې لیکلي: د ارباز نیاز کرکټ لوبغالی جوړېدو چارې. 

ارشیف

موږ د کابل کرېکټ لوبغالي یو انځورو چې د افغانستان کرېکټ بورډ له رسمي ایکس پاڼې څخه خپور شوی، له پورته ذکر شوې ویډیو سره مقایسه کړ. د کابل لوبغالي جوښت او ساختمان له هغې ویډیو سره سمون نه خوري، چې ادعا ورسره شوې ده. تاسې کولی شئ دغه انځور په لاندې توګه خپله هم ننداره کړئ او توپیر یې وپیژنئ.

ارشیف

موږ بیا د ارباب نیاز کرېکټ لوبغالي ځیني انځورونه هم مشاهده کړل، چې معلومه شوه، انځورونه او ذکر شوې ویډیو سره سمون خوري. دا په دې مانا چې دغه ویډیو د ارباب نیاز کرېکټ لوبغالي ده، نه د کابل. 

ارشیف

موږ همدا راز د دواړه لوبغالو ویډیوګانې هم وکتلې او تر مقایسې کولو وروسته معلومه شوه، چې د کابل میدان له ادعا سره خپره شوې ویډیو اصلاً د ارباب نیاز کرېکټ لوبغالي ده.

تاسې په لاندې توګه د دواړو میدانونو یا لوبغالو ویډیو ګانې کتلی شئ او توپیر یې کولی شئ.

د کابل کرېکټ لوبغالي یوه لنډه ویډیو:

د ارباب کرېکټ لوبغالي یوه لنډه ویډیو:

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وموندله، چې دغه ویډیو د کابل کرېکټ لوبغالي نه، بلکې په پېښور کې د ارباب نیاز په نوم کرېکټ لوبغالي ویډیو ده، چې د یاد لوبغالي د ترمیم پر مهال ریکارډ شوې ده.

Avatar

ویډیو کې: دا د کابل کرېکټ لوبغالی نه، بلکې د پېښور ارباب نیاز کرېکټ لوبغالی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *